Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې ځوانانو پر دېوالونو د سولې پيغامونو ليکلو لړۍ پيل کړه

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): د کندوز ځوانانو د دغه ولايت پر يو شمېر دېوالونو د سولې پيغامونه انځورول او ليکل پيل کړل او د جګړې له ښکېلو خواوو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر رييس عنايت الله خليق پژواک ته وويل چې ٣٠ ځوانانو د دغه ولايت پر يو شمېر دېوالونو د سولې پيغامونو انځورولو او ليکلو لړۍ پيل کړې ده.

هغه وايي: ((له دې کاره مو هدف د جګړې ښکېلو خواوو ته د سولې پيغام رسول دي.))

دغه راز د يادو کسانو له ډلې صدف پژواک ته وويل چې د سولې پيغام رسولو په موخه يې پر دېوالونو د سولې پيغام ليکل پيل کړي دي.

دې وويل: ((موږ نن يو شمېر ځوانان سره يوځاى شوو، څو پر دېوالونو د سولې پيغامونه وليکو، د سولې اړوند شيان رسامي کړو او هيله منه يم چې زموږ دغه کار د جګړې ښکېلو خواوو ته ښه پيغام ولري.))

دغه راز يو بل ځوان امید جبران پژواک ته وويل چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

ده وويل: ((موږ په خپلو انځورونو او پيغامونو کې له حکومت او طالبانو د جګړې د درېدو او اوربند او سولې کولو غوښتنه کړې ده.))

د يادونې ده، له دې مخکې هم په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د سولې اړوند پيغامونه پر دېوالونو انځور او ليکل شوي دي.

د کندوز ځوانان داسې مهال ياده چاره ترسره کوي چې پرون د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند مذاکرات پيل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.