Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او تاجکستان د سرحدي ولايتونو واليانو ګډه غونډه وکړه

کندوز (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د افغانستان او تاجکستان د درېيو سرحدي ولايتونو واليانو پر دوه اخيزو مسايلو ګډه غونډه کړې ده.

د کندوز ولايت مقام له خوا د وږي په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د کندوز له والي عبدالستار میرزکوال سره د تخار او بدخشان والیانو هم ملتیا کوي.

سرچينې زياته کړې، د کندوز والي عبدالستار میرزکوال ويلي چې دغه ولايت له تاجکستان سره اوږده ګډه پوله لري او دوى هڅه کوي چې له یاد هېواد سره د ښو اړیکو پر بنسټ پرګډه پوله اوسېدونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د میرزکوال په وینا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټ‏، پانګونې، ترانزیټ او پر ګډه پوله د امنیت ټينګښت د دوى د لیدنې اصلي او اساسي موخه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر هم تېره اوونۍ تاجکستان ته تللى و او يو شمېر تړونونه يې لاسليک کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.