کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩) : د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د افغانستان له سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ په ډاګه کړې چې دوى له افغان جګړې زيانمن شوي، خو له سولې او ثبات څخه يې ګټه ترلاسه کوي.
د پاکستان ولسمشر دغه څرګندونې نن د تلې په ٩مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا له رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه او دعا يې وکړه، چې ډاکتر عبدالله د سولې په خپل ماموريت کې بريالى شي.
ډاکتر علوي يو ځل بيا د افغانستان سولې له پروسې سره د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړى او ويې ويل چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، بايد سياسي هوارى ورته ولټول شي.
د پاکستان ولسمشر ويلي چې افغانان سياسي مشران بايد د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.
هغه زياته کړې، افغانان چې د خپلې راتلونکې په اړه هر ډول پرېکړه کوي، پاکستان يې ملاتړ کوي .
علوي ويلي، هغه کسان چې د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه پيدا کوي، بايد افغانان هوښيار واوسي او اجازه ورنه کړي چې دا پروسه ګډه وډه کړي.
دى وايي : (( موږ د افغانستان له جګړې سخت زيانمن شوي يو، خو د افغانستان سوله او ثبات موږ ته ګټه رسوي. ))
د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ليدنه کې د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکاريو او ملاتړ څخه مننه کړې ده.
هغه د افغان سولې پروسې د وروستيو هڅو او پرمختګونو په اړه د پاکستان ولسمشر ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې پر وړاندې يې ځينې ننګونې شته دي.
عبدالله وويل چې سوله د افغانانو لومړيتوب دى او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې په دې مهمه مرحله کې نورې همکارۍ هم وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP