منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۸ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان ولسمشر: موږ د افغانستان جګړې سخت زيانمن کړي يو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩) : د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د افغانستان له سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ په ډاګه کړې چې دوى له افغان جګړې زيانمن شوي، خو له سولې او ثبات څخه يې ګټه ترلاسه کوي.

د پاکستان ولسمشر دغه څرګندونې نن د تلې په ٩مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا له رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه او دعا يې وکړه، چې ډاکتر عبدالله  د سولې په خپل ماموريت کې بريالى شي.

ډاکتر علوي يو ځل بيا د افغانستان سولې له پروسې سره د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړى او ويې ويل چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، بايد سياسي هوارى ورته ولټول شي.

د پاکستان ولسمشر ويلي چې افغانان سياسي مشران بايد د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه زياته کړې، افغانان چې د خپلې راتلونکې په اړه هر ډول پرېکړه کوي، پاکستان يې ملاتړ کوي .

علوي ويلي، هغه کسان چې د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه پيدا کوي، بايد افغانان هوښيار واوسي او اجازه ورنه کړي چې دا پروسه ګډه وډه کړي.

دى وايي : (( موږ د افغانستان له جګړې سخت زيانمن شوي يو، خو د افغانستان سوله او ثبات موږ ته ګټه رسوي. ))

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ليدنه کې د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکاريو او ملاتړ څخه مننه کړې ده.

هغه د افغان سولې پروسې د وروستيو هڅو او پرمختګونو په اړه د پاکستان ولسمشر ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې پر وړاندې يې ځينې ننګونې شته دي.

عبدالله وويل چې سوله د افغانانو لومړيتوب دى او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې په دې مهمه مرحله کې نورې همکارۍ هم وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست