Language

د اماراتو حکومت ١١ افغان بنديان خوشې کړل

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٩) : د متحده عربي اماراتو حکومت له خپلو زندانونو څخه ١١ تنه افغان بنديان خوشې کړي دي.

ددغه هېواد په دوبۍ ښار کې د افغانستان کونسل جنر ال مسعود عزيزي د تلې په ١٠مه، په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه افغان بنديان د دوى په هڅو خوشې شوي دي.

هغه زياته کړې چې دغه افغانان د اماراتو د رآس الخېمه ښار په زندان کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو بنديان وو.

عزيزي ويلي، چې په متحده عربي اماراتو کې ددغو خوشې شويو کسانو د اړوندو کارونو خلاصولو وروسته به ډېر ژر افغانستان ته ولېږل شي.

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به څو تنه نور افغانان هم ددغه هېواد له زندانونو څخه خلاص او هېواد ته ولېږل شي.

د يادونې ده چې په متحده عربي اماراتو کې زرګونه افغانان مزدورۍ او سوداګري کوي او په بېلا بېلو جرمونو او تورنو يو شمېر په زندانونو کې دي.

login or register a new account.