ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې استازی: د مچلغو بند روانې چارې ډېرې تخنيکي ستونزې لري

د اوبو د تنظیم ملي ادارې استازی: د مچلغو بند روانې چارې ډېرې تخنيکي ستونزې لري

author avatar
2 Oct 2020 - 14:21
د اوبو د تنظیم ملي ادارې استازی: د مچلغو بند روانې چارې ډېرې تخنيکي ستونزې لري
author avatar
2 Oct 2020 - 14:21

ګردېز (پژواک، ۱۱ تله ٩٩): د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې له خوا د مچلغو بند د چارو مسول وايي چې د دې بند روانې چارې خورا زياتې کيفيتي او تخنيکي ستونزې لري او که په دې ډول دوام وکړي، ښايي ياد بند ډېر دوام ونه شي کړی.

انجنير دلاور توتاخېل رابللي خبري کنفرانس کې په دې اړه سخته اندېښنه وښوده او ويې ويل، د بند د چارو په اړه يې ټولې اړوندې ادارې په جريان کې کړې، خو په خبره يې مسولين يې په اړه اقدام نه کوي.

توتاخېل وايي چې د بند ډيزاين ستونزه لري او د کاسې روانې چارې يې هم په معيارونو برابرې نه دي او که چارې يې همداسې دوام وکړي په راتلونکې کې يې د نړېدو وېره شته.

نوموړی وايي چې د عملياتي ادارې له خوا د دې بند جوړېدو لپاره ۴۳ ميليونه ډالر منظور شوي، خو يادې ادارې دا قرارداد دوه نورو شرکتونو ته په ۲۲ ميليونه ډالر ورکړی، چې له امله يې د چارو کيفيت خورا زيانمن دی.

توتاخېل زياته کړه:((بدبختانه ساختمان يې داسې جوړوي چې په اينده کې د بند د نړېدو يا د اوبو د نه جمع کېدو خطر سل فيصده موجود دی. د داسې ورځې احتمال شته چې د بند هسته له منځه ولاړه شي، دا پنځه، شپږ ميليونه متره مکعبه اوبه دي، چې نه جبرانېدونکي زيانونه به واړوي. ))

انجنير دلاور توتاخېل وايي چې د بند لپاره جوړېدونکي کانالونه هم له تخنيکي اړخه ګڼې ستونزې لري او همدارنګه د خلکو عقابه هم په کې په نظر کې نه ده نيول شوې، چې په راتلونکي کې د خلکو تر منځ د شخړو رامنځته کېدو لامل کېدی شي.

توتاخېل نيوکه کوي چې د جمهوري رياست عملياتي اداره د بند د چارو په اړه د دوی خبرې نه اوري او نه مسلکي کسانو ته د چارو د څارنې حق ورکوي.

نوموړي زياته کړه، د هېواد پر وړاندې د مسووليت پر اساس اړ شو چې دا مسله رسنيزه کړي، چې له فشار سره مخ شوی او که اړتيا شي چمتو دی له دندې استفعا وکړي.

توتاخېل وايي:((کله چې ادارې زموږ له خوا ورته په ګوته شوي نواقص وليدل، اداره وارخطا شوه او سمدستي يې د بند د چارو د نظارت مخه د طالبانو په واسطه ونيوله؛ هغوی ما ته وويل چې موږ ته ويل شوي چې تاسو د بند په چارو کې مداخله کوئ، ما ورته وويل چې موږ بهبود ته کار کوو او غلط کار نه منو.))

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي د کيفيت او تخنيکي اړخه د بند د ناوړه چارو په اړه سخته خواشيني او غصه څرګندوي او وايي، داسې بند نه غواړي چې په راتلونکي کې د اسانتياوو پر ځای ورته ستونزې جوړوي.

د دوی له ډلې ګل اغا وويل:((داسې کار نه غواړو چې سبا زموږ کورونه او بچيان تباه کوي. بې کيفيته چارې په هيڅ صورت نه غواړو؛ دومره وخت چې جوړ نه شو، نور دې هم نه جوړېږي.))

مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل خواشيني څرګندوي چې د دولت له ګڼو ژمنو سربېره له کلونو انتظار وروسته د بند چارې په ناوړه کاري او تخنيکي کيفيت تر سره کيږي.

اصف خېل وايي:((په بند کې لويه ستونزه دا ده چې مسلکي خلکو ته د نظارت اجازه نه ورکول کيږي، دا د پکتيا د خلکو سترګو ته خاورې اچول دي، موږ د دې پروژې په اړه زيات اندېښمن يو، دا د خلکو له ژوند سره لوبې دي.))

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی نصيب مقبل نيوکه کوي چې د جمهوري رياست عملياتي اداره اصولو ته ځان پابند نه ګڼي او په خبره يې دا له خلکو او هېواد سره د ولسمشر جفا ده.

مقبل وايي:((مچلغو د پکتياوالو لپاره حيثيتي شوی، په تېرو شل کلونو کې يې کار نه شروع کېده، چې شروع شو، زموږ سلګونه سربازان پرې قرباني شول، نو چې په خراب کيفيت جوړيږي ښه دا ده چې جوړ نه شي. موږ له حکومته غواړو چې د بند چارو ته جدي پامرنه وکړي او له معيارونو سره سم يې جوړ کړي.))

خو د جمهوري رياست د عملياتي ادارې ولايتي مسوول انجنير جاوېد هجرت د انجنير دلاور توتاخېل ادعاوې ردوي او وايي چې د دوی چارې د اوبو او برېښنا وزارت له خوا له ورکړل شوې نقشې سره سمې مخ ته ځي.

هجرت پژواک ته وويل چې دوی د ځينو وسايلو او کوچنيو چارو لپاره له ځينو شرکتونو سره قراردادونه لري، خو چارې په خپله د عملياتي ادارې له خوا مخ ته وړل کيږي.

نوموړي زياته کړه:((ځينې کسان غواړي چې په دا ډول څرګندونو سره خپل ځان مطرح کړي، موږ ته د پيسو اندازه نه ده مهمه، موږ ته د چارو په سم ډول تر سره کول مهم دي، که په هر څو روپيو وي. تر اوسه د بند شاوخوا کارونه کيږي او خپله پر بند کارونه نه دي شروع شوي، له دې هم معلوميږي چې ځينې کسان فقط ځان مطرح کوي.))

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې، یوه ورځ وروسته د خپل همکار د مچلغو بند د چارو مسول له مطبوعاتي ناستې وروسته په خپل فېسبوک کې لیکلی چې د مچلغو بند په اړه چې د انجینر دلاور توتاخېل او نورو انجینرانو لخوا رسنیو سره کوم معلومات شریک شوي دا د دوی شخصي نظر دی او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پورې هېڅ اړه نه لري.

دغې ادارې ویلي:” د مچلغو بند پروژې د رغولو چارې د ملي پراختیا شرکت چې یو دولتي شرکت دی په غاړه لري؛ همدارنګه د نظارت چارې یې د ارګ عملیاتي ټيم لخوا مخته وړل کيږي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د اړتیا پر وخت د يوې تخنیکي همکارې ادارې په توګه دوی سره مرسته کوي.”

د يادونې ده چې د بند ساحه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او حکومتي چارواکو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.