ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښوونکي: لس کاله کېږي له موږ سره ژمنه شوې نومرې نه وېشل کېږي

د خوست ښوونکي: لس کاله کېږي له موږ سره ژمنه شوې نومرې نه وېشل کېږي

author avatar
4 Oct 2020 - 14:48
د خوست ښوونکي: لس کاله کېږي له موږ سره ژمنه شوې نومرې نه وېشل کېږي
author avatar
4 Oct 2020 - 14:48

خوست ښار (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): په خوست کې د ښوونځيو يو شمېر رسمي ښوونکي له دولته د استوګنې لپاره د ځمکو د نهاييکولو او وېش غوښتنه کوي.

دوی وايي چې په دې اړه يې څو څو ځلې له حکومتي چارواکو سره خبرې هم کړې دي، خو زياتوي تردې دمه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

دغه ښوونکي داسې مهال د ځمکو د ورکړې غوښتنه کوي چې نن «د تلې ۱۳مه» حکومت په ملي کچه د ښوونکو د هڅونې او زده کوونکو ته د تدريس پرمهال د ايستلې زيار ستاينې په موخه د هغوی ورځ نمانځي.

په خوست کې پر رسمي ښوونکو د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش پروسه تقريباً دولس کاله وړاندېپيل شوې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر ښوونکو ته نمرې ورکړل شوي، خو ګڼ شمېر نور ورته سترګې په لار دي.

ښوونکى او د باک ولسوالۍ د ښوونکو استازي نجم الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د نومرو د وېش زياتره مراحل طی شوي، خو بيا هم حکومت تراوسه دوی ته په ياده برخه کې څرګند ځواب نه دی ورکړی.

هغه وويل:((ډېر وګرځېدو، ډېر ستړي شوي وو، د مرکز څلور پروژې وې، درې پروژې ورسېدې او زموږ د څلورو ولسواليو ښوونکو ته چې په سختو شرايطو کې وظيفې اجرا کوو، خو بيا هم دولت له موږ سره د مور او ميرې سلکو کوي.))

د ښوونکو په وينا، د ځاځي ميدان، صبري او يعقوبي، تريزي او عليشېرو د باک ولسواليو سلګونه ښوونکي د استوګنې لپاره د ورکړل شوې ځمکې وېش ته شپې او ورځې تېروي.

د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ښوونکويوهاستازي عمري ګل لېونخېلپژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه يې څو څو ځله له حکومت سره پرله پسې خبرې هم کړې دي، خو زياتوي کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

ده زياته کړه: ((موږ موده مخکې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې حکومت ته ټاکلی وخت ورکړی و چې زموږ غم وخوری، خو د هغې ډېر وخت تېر شو.موږ په کرار نه کېنو. اې ولايتي چارواکو تاسو ته وايو، دا توپان به تاسې بيا په خپله وګورئ.))

په همدې حال کې د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان وايي،پر ښوونکو د نومرو د وېش په مخکې اساسي خنډ د ځمکو کمښت دی او وايي چې له دې سره سره ښايي د راتلونکي يوه کال په موده کې پر ټولو ښوونکو نومرې ووېشي.

د نوموړي په وينا، په اساسي توګه په دغه ولايتکې د ښوونکو د استوګنې ستونزه هغه وخت حل کېږي چېپه ښارګوټو کې لوړ پوړيزې ودانۍ جوړې او بيا اپارتمانونو پر ښوونکو ووېشل شي.

روښان زياته کړه: ((يانې په داسې توګه بايد دا لوړپوړيزې ودانۍ جوړې شي چې موږ وکولای شو هر ښوونکي ته يو اپارتمان په واک کې ورکړو. نومرې به په راتلونکو لسو شلو کلونو کې مشکله وي چې ټولو ښوونکو ته ورسېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.