ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو

مزار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو

author avatar
4 Oct 2020 - 18:04
مزار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو
author avatar
4 Oct 2020 - 18:04

مزارشريف( پژواک، ۱۳تله ۹۹):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو.

دغه علمي او فرهنګي سيمينار د تلې په ۱۳مه،  د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يوې ورځې لپاره جوړ شوی و، چې ډېری ويناوالو په کې د مولانا د ژوند، اثارو او فکر په اړه خبرې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري کنفرانس ته وويل، چې مولانا د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د بلخ لپاره لوی وياړ او ارزښت دی.

هغه زياته کړه، نه يواځې دا چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د نړۍ په کچه ستر اديب، شاعر او عالم و، بلکې نوموړی د تصوف او طريقت مهم نوم هم و.

باوري زياتوي، مولانا په خپلو اثارو کې نړۍ ته د مينې، ورورلۍ او همپذيرۍ پيغام په ميراث پرېيښی دی.

هغه له اوسنۍ نسل څخه غوښتنه وکړه، چې مولانا په ژوره توګه مطالعه کړي او د ټولنيز ژوند جوړولو کې ورنه استفاده وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين وويل، چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د افغانستان د تاريخي ارزښتونو، شتمنيو او مشاهيرو په اړه د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر کنفرانس ته وويل، چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د سولې، مينې او ورورولۍ فکر په ميراث پرېيښی دی.

نوموړي زياته کړه، که د مولانا مفکوره په ټولنه کې عملي شي؛ نو ورسره به ټولنيز تاوتريخوالی راکم  شي.

هغه وويل، چې مولانا د زغم، يو بل منلو او حوصلې ستر مبلغ تېر شوی دی.

د هغه په وينا، مولانا د يوه ځانګړي قوم، سمت او ژبې لپاره نه، بلکې د ټول انسانيت لپاره کار کړی دی.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه، چې د هېواد د مشاهيرو د فکر خپرولو په موخه د هغوی په وياړ غونډې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.