منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مزار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشريف( پژواک، ۱۳تله ۹۹):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ کنفرانس جوړ شو.

دغه علمي او فرهنګي سيمينار د تلې په ۱۳مه،  د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يوې ورځې لپاره جوړ شوی و، چې ډېری ويناوالو په کې د مولانا د ژوند، اثارو او فکر په اړه خبرې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري کنفرانس ته وويل، چې مولانا د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د بلخ لپاره لوی وياړ او ارزښت دی.

هغه زياته کړه، نه يواځې دا چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د نړۍ په کچه ستر اديب، شاعر او عالم و، بلکې نوموړی د تصوف او طريقت مهم نوم هم و.

باوري زياتوي، مولانا په خپلو اثارو کې نړۍ ته د مينې، ورورلۍ او همپذيرۍ پيغام په ميراث پرېيښی دی.

هغه له اوسنۍ نسل څخه غوښتنه وکړه، چې مولانا په ژوره توګه مطالعه کړي او د ټولنيز ژوند جوړولو کې ورنه استفاده وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين وويل، چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د افغانستان د تاريخي ارزښتونو، شتمنيو او مشاهيرو په اړه د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر کنفرانس ته وويل، چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د سولې، مينې او ورورولۍ فکر په ميراث پرېيښی دی.

نوموړي زياته کړه، که د مولانا مفکوره په ټولنه کې عملي شي؛ نو ورسره به ټولنيز تاوتريخوالی راکم  شي.

هغه وويل، چې مولانا د زغم، يو بل منلو او حوصلې ستر مبلغ تېر شوی دی.

د هغه په وينا، مولانا د يوه ځانګړي قوم، سمت او ژبې لپاره نه، بلکې د ټول انسانيت لپاره کار کړی دی.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه، چې د هېواد د مشاهيرو د فکر خپرولو په موخه د هغوی په وياړ غونډې جوړوي.

هغه وويل، چې حکومت بايد ملي ارزښتونو، شتمنيو او مشاهيرو په خونديتوب او ساتلو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د حديد په خبره، افغانان بايد له خپلو پخوانيو اسلافو څخه په فکر اخيستو يو بل ته د مينې او ورورولۍ لاس ورکړي؛ څو له شته ستونزو څخه ووځي.

نوموړي همدا راز وويل، چې په هېواد کې د علمي، فرهنګي او ټولنيزو کارونو په پراختيا سره د ډېرو هغو ستونزو مخه نيول کېدای شي، چې دمګړۍ ټولنه ورسره مخ ده.

د بلخ د ولايتي شورا رييس له خلکو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د دښمنانو له خوا خپرو شويو هغو تبليغاتو پسې لاړ نه شي، چې غواړي د خلکو تر منځ ټولنيز واټنونه رامنځته کړي.

د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ۸۱۳ کاليزې په وياړ جوړه شوې غونډه کې د مولانا شعرونه ولوستل شول او تر څنګ يې مولانا ته منسوب سما رقص هم ترسره شو.

مولانا جلال الدين محمد بلخي په بلخ کې زېږېدلی دی. نوموړی چې کله ماشوم و پلار يې د بلخ د حاکم له خوا ترکيې ته تبعيد شو.

مولانا خپل ټول ژوند په ترکيه کې تېر کړ او په ياد کې هېواد کې وفات هم شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه