ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهين قول اردو: بلخ او سرپل کې ٢٧٥ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځا شوي

شاهين قول اردو: بلخ او سرپل کې ٢٧٥ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځا شوي

author avatar
6 Oct 2020 - 15:00
شاهين قول اردو: بلخ او سرپل کې ٢٧٥ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځا شوي
author avatar
6 Oct 2020 - 15:00

مزارشريف ( پژواک، ۱۵تله، ۹۹) : په شمال کې د شاهين قول اردو په بلخ او سرپل ولايتونو کې د سولې له پروسې سره د ۲۷۵ طالبانو د يو ځای کېدو ادعا کوي.

چارواکي ادعا کوي چې يوځاى شويو کسانو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره راوړې دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه ادعا رادوي او يوځاى شوي کسان، خپل وسله وال نه بولي.

شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د تلې په ۱۵مه، پژواک ته وويل چې تېره ورځ د بلخ ولايت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۱۲۵ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

هغه زياته کړه، دغه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي فعاليتونو، قومي مشرانو او په ځانګړي ډول د چهارکنت د ولسوالۍ سليمه مزاري د هڅو په پايله کې له حکومت سره يو ځای شول.

د رضايي په خبره، يادو طالبانو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره راوړې دي.

په ورته مهال د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي په سرپل ولايت کې هم د سولې له پروسې سره د ۱۵۰ طالبانو د يو ځای کېدو خبره کوي.

هغه پژواک ته وويل چې دغو طالبانو د سرپل په بلخاب او کوهستاناتو ولسواليو کې له جګړې لاس اخيستی او سوله ييز ژوند ته راګرځېدلي دي.

د رضايي په خبره، په يوځاى شويو کسانو کې د هغوی مهم قوماندان لکه: " ګل احمد مرادي، خادم رزمنده، سخي محمدي، حميد صادقي او حاجي اميري" هم شامل دي.

د شاهين قول اردو وياند همدا راز وويل چې له حکومت سره د يادو طالبانو په يو ځای کېدو ورجک، قيراق، شينيه، اسکيک، پشته، کاشان او اسميدان مهمې سيمې هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ ولسواله سليمه مزاري، وايي، چې دوی به هڅه وکړي څو هغو سيمو ته دولتي خدمات ورسوي، چې اوسېدونکي يې له حکومت سره يو ځای شول.

هغې زياته کړه: (( دا به زموږ لومړيتوب وي، چې د تسليم شويو طالبانو په سيمو کې خلکو ته خدمات عرضه کړو، له دې سره به خلک له ښه ژوند څخه برخمن شي او له دې سره به نور وسله وال هم تشويق شي چې له جګړې لاس واخلي)).

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.