منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شاهين قول اردو: بلخ او سرپل کې ٢٧٥ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځا شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۱۵تله، ۹۹) : په شمال کې د شاهين قول اردو په بلخ او سرپل ولايتونو کې د سولې له پروسې سره د ۲۷۵ طالبانو د يو ځای کېدو ادعا کوي.

چارواکي ادعا کوي چې يوځاى شويو کسانو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره راوړې دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه ادعا رادوي او يوځاى شوي کسان، خپل وسله وال نه بولي.

شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د تلې په ۱۵مه، پژواک ته وويل چې تېره ورځ د بلخ ولايت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۱۲۵ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

هغه زياته کړه، دغه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي فعاليتونو، قومي مشرانو او په ځانګړي ډول د چهارکنت د ولسوالۍ سليمه مزاري د هڅو په پايله کې له حکومت سره يو ځای شول.

د رضايي په خبره، يادو طالبانو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره راوړې دي.

په ورته مهال د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي په سرپل ولايت کې هم د سولې له پروسې سره د ۱۵۰ طالبانو د يو ځای کېدو خبره کوي.

هغه پژواک ته وويل چې دغو طالبانو د سرپل په بلخاب او کوهستاناتو ولسواليو کې له جګړې لاس اخيستی او سوله ييز ژوند ته راګرځېدلي دي.

د رضايي په خبره، په يوځاى شويو کسانو کې د هغوی مهم قوماندان لکه: " ګل احمد مرادي، خادم رزمنده، سخي محمدي، حميد صادقي او حاجي اميري" هم شامل دي.

د شاهين قول اردو وياند همدا راز وويل چې له حکومت سره د يادو طالبانو په يو ځای کېدو ورجک، قيراق، شينيه، اسکيک، پشته، کاشان او اسميدان مهمې سيمې هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ ولسواله سليمه مزاري، وايي، چې دوی به هڅه وکړي څو هغو سيمو ته دولتي خدمات ورسوي، چې اوسېدونکي يې له حکومت سره يو ځای شول.

هغې زياته کړه: (( دا به زموږ لومړيتوب وي، چې د تسليم شويو طالبانو په سيمو کې خلکو ته خدمات عرضه کړو، له دې سره به خلک له ښه ژوند څخه برخمن شي او له دې سره به نور وسله وال هم تشويق شي چې له جګړې لاس واخلي)).

مېرمن مزاري همدا راز وويل چې سولې پروسې سره د يو ځای شويو طالبانو د مصـئونيت لپاره هم حکومت کوټلي ګامونه اخيستي دي.

خو طالبان بيا تسليم شوي کسان خپل وسله وال نه بولي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د شاهين قول اردو ادعا حقيقت نه لري او تسليم شوي کسان د دوی وسله وال نه دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان ډېرى هغه نامسوول وسله وال او اربکيان دي، چې په سيمو کې فعاليت کوي او حکومت وسلې ورکړې دي.

د هغه په خبره، اوس حکومت د ځان په ګټه د تبليغاتو په موخه له يادو کسانو څخه استفاده کوي او د طالبانو په نوم يې بېرته تسليموي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه