Language

ډاکتر عبدالله نوي ډيلي ته لاړ

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩) : د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په څلور ورځني رسمي سفر نوي ډيلي ته ولاړ.

د يادې شورا له خوا د تلې په ١٥ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې سفر پر مهال به د ملي روغې جوړې شورا رییس د هند له چارواکو سره د افغان سولې پروسې پر ننګونو او لاسته راغلو فرصتونو بحث او خبرې وکړي.

سرچينې زياته کړې، عبدالله به په نوي ډيلي کې د دوست هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او له نورو چارواکو سره وګوري.

د ملي روغې جوړې شورا رییس هند ته د خپل سفر پر مهال وویل، هند د افغانستان یو له ثابت قدمو او وفادارو ملاتړو دی، د بیا رغونې، اساسي پروژو پلي کولو، د ساختمانونو د جوړولو او د اوبو بندونو په جوړولو کې یې ګټوره پانګونه کړې ده.

 عبدالله د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم یاد او زیاته یې کړه، د سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه، افغانستان له نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام په صورت کې د ښو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی.

د ملي روغې جوړې شورا رییس د سیمې هېوادونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ اسلام اباد ته تللى و او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې لرلې.

عبدالله به په راتلونکو ورځو کې ازبکستان، ایران، چین او ترکیې ته هم سفرونه ولري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.