پلخمري (پژواک، ١٦ تله ٩٩): يو شمېر سرچينې وايي چې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د دوه سپين ږيرو په ګډون درې ملکي وګړي د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د مرکز پلخمري د حسين خېلو سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د دوى په کلي کې درې ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.
ده وويل چې په وژل شويو کسانو کې دوه سپين ږيري حاجي يارمحمد او محب الله او يو بل معيوب ځوان جاوېد شامل دي.
دغه راز د همدې سيمې يوې بلې سرچيني پژواک ته وويل: ((دغو کسانو له هيچا سره دښمني نه درلوده، خو زامن يې د وسله والو طالبانو په ليکو کې دي.))
سرچينه وايي چې ناپېژانده وسله والو دغه کسان لومړى له کوره ايستلي او بيا يي پر ډزو وژلي دي.
همدارنګه د وژل شویو کسانو یو تن خپلوان قدیرخان وایي چې دغه معيوب ځوان د خوراکي توکو پلورنځى درلوده او په هيڅ ډول سياسي فعاليت کې يې برخه نه درلوده.
دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وایي چې نن سهار د حسین خېلو له کلي څخه د درېيو تنو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.
ملنګ وايي چې دغه کسان پر ډزو وژل شوي دي.
بل لورته د بغلان د پولیسو ویاند جاويد احمد بشارت هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم په پلخمري ښار کې دوه ملکي وګړي د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP