جلال اباد (پژواک، ١٦ تله ٩٩) : د لغمان ولايت ددولت شاه ولسوالۍ ولسوال په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د تلې په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو ددولت شاه ولسوالۍ په اندا کوري سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د ولسوال سيد شريف پاچا پر موټر شوې چې له امله يې هغه او دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
دولتزي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده چې په روانه اوونۍ کې دا درېيمه خونړۍ چاودنه ده چې په لغمان ولايت کې ترسره کېږي.
لومړى د لغمان پر والي رحمت الله يارمل په ښار کې چاودنه وشوه، والي ترې روغ ووت، خو لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
دغه راز پرون په قرغيو ولسوالۍ کې د لغمان د ولايتي شورا پر رييس عتيق الله عبدالرحيمزي چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې هغه له يو شمېر نورو کسانو سره ټپي شوى دى.
ددې چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP