ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر يوشمېر بې وزلوکورنيو چرګان ووېشل شول

خوست کې پر يوشمېر بې وزلوکورنيو چرګان ووېشل شول

author avatar
8 Oct 2020 - 15:23
خوست کې پر يوشمېر بې وزلوکورنيو چرګان ووېشل شول
author avatar
8 Oct 2020 - 15:23

خوست ښار (پژواک، ۱۷ تله ۹۹): خوست کې د مالدارۍ د توليداتو د کچې د لوړوالي او د کورني اقتصاد د پياوړتيا په موخه ددغه ولايت پر يو شمېر بې وزله او بې سرپرسته کورنيو، کورني چرګان ووېشل شول.

د کورنيو چرګانو دغه بستې د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا ددغه ولايت پر ۱۴۴ بې وزله او بې سرپرسته کورنيو ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته شل هکۍ ورکونکې چرګې، د هغوی د اوبو او خوراک لوښي او يو اندازه دانه هم ورکړل شوه.

د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان ددغو چرګانو د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، ددې هګۍ ورکونکو چرګو په مټ به تر يوه بريده د يادو کورنيو لومړنۍ اړتياوې رفع او د هغوی اقتصادي ستونزې حل شي.

د نوموړي په وينا، په دې کورنيو کې زياتره هغه مېرمنې دي، چې کونډې او يا هم  بل کوم د کور سرپرست نه لري.

دی زياتوي:((ددې مجموعي قيمت د ۱۸ لکو افغانيو شاوخوا کې دی. دا سروې د زراعت رياست له خوا شوې وه او د دوی په نظر د مستحقو کورنيو لېست يې جوړ کړی و، هغوی ته مو نن دا چرګان ووېشل.))

مامن زري چې د مرکز متون درش کلي اوسېدونکې ده او د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د کورنيو چرګانو دغه مرسته يې ترلاسه کړې، وايي که څه هم دا يې ټولې کورنۍ اړتياوې نه شي رفع کولى، خو تر يوه ځايه ورسره مرسته کولی شي.

هغه وايي: ((دا چرګې يې راکړې راته ويې ويل په ګېډه به يې ښې مړوئ، هګۍ به درته کوي، هغه به بيا بازار کې خرڅوئ. نو موږ چې دا هګۍ خرڅې کړو، نو موږ د کور اړتيا پرې پوره کولی شو.))

بل پلو د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال په وينا، چې د مالدارۍ د توليداتو د کچې د لوړېدو او د کورني اقتصاد د ښه کېدو لپاره دا ښه برنامه ده، خو زياتوي چې دې برخې ته بايد پراختيا ورکړل شي.

هغه زياتوي: ((دا شل چرګې د ښځې درد نه شي دوا کولی. که چېرې دا پروګرام لږ وسيع شي، د چرګانو تعداد ډېر شي او په څنګ يې نورې برنامې لکه، لاسي صنايع او د حرفوي زده کړو برنامې پيل شي، څو په رښتيني توګه د ښځو اقتصادي پياوړتيا په برخه کې پرمختګ کړی وي.))

خو د ځينو معلوماتو له مخې چې پژواک ترلاسه کړي، يو شمېر مستحقې کورنۍ د اړيکو او واسطې پر اساس له لېست څخه اېستل شوي او پر ځای يې نور کسان شامل شوي دي.

د ضابط احدي په نوم د مرکز غړومبي کلي اوسېدونکی وايي، دی د خپل کلي څلور داسې بې وزله او بې سرپرسته ښځې پېژني، چې ورته ويل شوي و چې تاسې ته کورني چرګان درکول کيږي، خو ولې اوس له لېست څخه اېستل شوې دي.

هغه زياته کړه : ((دغو ښځو خپل مېړونه له لاسه ورکړي، ټولې کونډې دي، دومره غريبې دي چې  د سبا او بېګاه نه لري. دا لوی ظلم دی چې مستحق کسان دې له لېست څخه لرې شي او پر ځای يې بل چاته مرسته ورکول کيږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.