کابل (پژواک،۲۱ تله ۹۹): د ولسي جرګې د نن ورځې د مصوبې له مخې، د ولسمشر د فرمان پر اساس رامنځته شوې ادارې له منځه ځي او په راتلونکي مالي کال کې د دغو ادارو لپاه بودیجه په پام کې نه نیول کیږي.
د عدلي او قضایي کمېسیون غړي محمد رحیم علي یار چې د تلې په اوومه یې د ولسمشر د فرمانونو له مخې د یادو جوړو شوو ادارو په تړاو د دغه کمېسیون د ارزونو راپور دغې جرګې ته وړاندې کاوه، ویلي و چې له تېر څخه تراوسه په مختلفو چارو کې د دولت له وزارتو سربېره ۲۰ خپلواکې ادارې د ولسمشرۍ د تقنیني فرمانونو پر اساس چې په هېواد کې د نافذو قوانینو خلاف دي، رامنځته شوې دي.
ولسي جرګې نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نن ورځې په ناسته کې وویل چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د یوه وړاندیز په ترڅ کې په مختلفو چارو کې د حکومت د وزارتونو په ګډون د هغو ادارو د له منځه وړو غوښتنه وکړه چې د ولسمشر د فرمانونو له مخې رامنځته شوي دي؛ ځکه چې د ورته ادارو جوړول د افغانستان د اساسي قانون ۹۰مې مادې له څلورمې فقرې سره په ټکر کې دي.
د اساسي قانون د ۹۰مې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: «د اداري واحدونو رامنځته کول، تعدیل او د هغه لغوه کول د ملي شورا له صلاحیتونو دي.»
د نوموړي په خبره، په هغه صوت کې چې دولت د دا ډول ادارو جوړول غواړي، د قانون له مخې دې اقدام وکړي او د هغه مرحلې دې د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۱ او ۱۲ فقرو سره سمې طی کړي.
رحماني دغه راز وویل چې د جرګې د غړو د وړاندیز پر اساس، د فرمان له مخې د رامنځته شوو ادارو لپاره بودیجه باید د دغې جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون او د مالیې وزارت له خوا حذف شي او د ۱۴۰۰ کال لپاره د دغو ادارو بودیجه په پام کې ونه نیول شي.
د روان مالي کال تر پایه له دوو میاشتو ډېره موه پاتې ده، ځکه د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلیږي.
وروسته د جرګې رییس یاد وړاندیزونه رایې اچونې ته وړاندې کړل او په جلسه کې له ۱۲۸ حاضرو غړو، ۱۲۰ هغو یې دغو وړاندیزونو ته مثبته رایه ورکړه او هغه یې تصویب کړل.
خو په یاده جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اوصولي له پرېکړې وروسته وویل، پرموضوع له بحث مخکې نه باید ياده موضوع رایې اچونې ته وړاند شي.
خو د جرګې د مرکزي تفتیش د کمېسیون غړي منور شاه بهادري وویل چې له ګډو غونډو سربېره د کمېسیون پرموندنو د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه عمومي غونډه کې بحثونه شوي، او د نصاب د نه شتون له امله د دغو وړاندیزونو په تړاو رایه اچونه نه وه ترسره شوې.
د ولسي جرګې رییس هم وویل چې د دغې موضوع په اړه مخکې خبرې شوې دي او اړتیا نه شته چې بیا پرې بحث وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP