ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز ولایت کې د وریجو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

په کندوز ولایت کې د وریجو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

author avatar
12 Oct 2020 - 15:03
په کندوز ولایت کې د وریجو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ
author avatar
12 Oct 2020 - 15:03

کندوز ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٩): په کندوز ولایت کې د وریجو یوې لویې فابریکې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنه وریجو د تولید ظرفیت لري، فعالیت پیل کړ.

د «شعيب فيصل» په نوم د وریجو د پروسس دغه فابریکه نن د سیمه ییزو مسوولینو له خوا د کندوز ښار په سه درک سیمه کې پرانیستل شوه.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې په یاده فابریکه پنځه ميلیونه او ۷۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.

د یادې فابریکې مسوول خان محمد فروتن پژواک ته وویل، درې زره او ۸۴۰ بزګران د دې فابریکې غړیتوب لري چې اصلاح شوي تخمونه او د اړتیا پر مهال قرض پیسې ورکول کېږي.

خان محمد زیاته کړه: ((د شعیب فیصل فابریکه ۸۵ فني کارکوونکي لري او یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټن وریجو د پروسس وړتیا لري.))

د هغه په خبره، د یادې فابریکې وریجې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته هم صادرېږي.

بلخوا بزرګران د یادې فابریکې د خلاصېد په اړه خوشالي څرګندوي.

نعیم جان چې په چهار دره ولسوالۍ کې پر بزګرۍ بوخت دی وویل، د یادې فابریکې د فعالیت پیلدو ته خوشاله دی.

نعیم پژواک ته وویل: ((مخکې د وریجو د پروسس فابریکه نه وه، زموږ مال به په کمه بیه پلورل کېده، اوس چې دغه فابریکه جوړه شوې زموږ کاروبار ورسره ښه شوی دی.))

بلخوا د کندوز والي عبدالستار میرزاکوال ددې فابریکې د پرانیستې پر مهال وویل، د کندوز سیمه ییزه اداره او افغان حکومت د کسب کارانو او سوداګرو ملاتړ ته ژمن دي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

میرزکوال سوداګرو او کسب کارانو ته په خطاب وویل، سیمه ییزه اداره د دوی د پانګونې د ساتنې په برخه کې ژمنه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.