کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٩) : د ملګرو ملتونو يوناما دفتر ويلي چې په هلمند کې د دې اوونۍ جګړو زرګونه تنه ملکي وګړي دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې دښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په کابل کې د يوناما دفتر له خوا د تلې په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تاوتریخوالی عادي وګړو ته لازیاته بدبختي او سختي رامنځ ته کوي او په دوحه کې د دواړو خواوو تر منځ تاریخي خبرې اترې زیانمنوي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان د جګړې زیان ملکي وګړو ته رسیږي. په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله، چې د تاوتریخوالي د شدت له امله رامنځ ته کیږي تر دې مهاله لږه ده، خو داسې برېښي چې په وروستیو اوونیو کې د اندېښنې وړ بدلونونه د رامنځ ته کېدو په حال کې دي.
يوناما ويلي، په دوامداره توګه په وسله والو جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ملکي وګړو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د غیر مستقیمو هاوانونو، راکټونو او نارنجکونو د کارولو له امله رامنځ ته کیږي، چې ملکي وګړي باید له زیانونو څخه وساتل شي.
د سرچېنې په وينا، په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یواځینۍ لار د تاوتریخوالي درول دي.
یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې له ځنډ پرته د تاوتریخوالي په بندولو او د خبرو اترو له لارې د سولې موافقې ته پر رسېدلو ټینګار کوي.
د يادونې ده، چې له تېرو نږدې يوې اوونۍ راهيسې د هلمند ولايت په مرکز او نږدې ولسواليو کې د طالبانو بريدونه پيل شوي چې له امله يې پنځه زره کورنۍ بې ځايه او دواړو لوريو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.