جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): په ننګرهار کې د پاکستان کونسل وايي، له کونسلګرۍ بهر بې نظمي دوی پورې اړه نه لري او دوی ته هغه کس مهم دی چې د دوی د وېزې ورکړې کړکۍ ته ځان ورسوي.
هغه زياته کړه، د دوی پاليسي د بهر نظم جوړول نه بلکې خلکو ته د وېزې ورکړه ده او بهر نظم په افغان حکومت پورې تړاو لري.
نوموړي دا څرګندونې د تلې په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته په ننګرهار کې د وېزې لپاره د ټوکن تر لاسه کولو په ګڼه ګوڼه کې د ۲۵ کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو وکړې.
د پاکستان کونسل عابد الله وايي، دوی د ننګرهار چارواکو ته ويلي چې هره ورځ زر کسانو ته وېزه ورکولی شي او بهر نظم دې هغوی برابر کړي چې د هرې ګټګورۍ خلک دوی ته ورلېږي.
هغه وويل:((زموږ پاليسي دا ده چې څوک مخکې کړکۍ ته راورسېږي، هغوی اسناد ولري، فورمه ولري او افغان حکومت ورته پاسپورټ ايشو کړی وي، موږ ورته وېزه ايشو کوو.))
دی وايي، هره ورځ زر کسانو ته وېزې ورکوي او عادي خلکو ته يو کلنه او محصلينو او سوداګرو ته د هغوی د اړتيا مطابق د ډېر وخت وېزه ورکول کېږي.
د عابد الله په خبره، د پاکستان حکومت له کونسلګرۍ بهر د ښځو او نارينه وو په مرګ ژوبله خواشينی دی او د ننګرهار پر ولايتي ادارې غږ کوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره يو منظم سيستم رامنځته کړي.
نن سهار د جلال اباد ښار اړوند د فوټبال په لوبغالي کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ ښځې هغه مهال مړې شوې او ۱۰ ښځې او درې نارينه ټپيان شول چې د لسګونو زرو کسانو د هجوم له امله د خلکو تر پښو لاندې شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن