جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د ننګرهار والي د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو پر مهال له ګڼې ګوڼې څخه د يو شمېر کسانو د مړينې د پلټنو کولو ترڅنګ ويلي چې دا ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده او ورته بايد هېواد شموله حل لاره ولټول شي.
ننګرهار کې د پاکستان وېزې اخيستو لپاره د ټوکن تر لاسه کولو پرمهال په ګڼه ګوڼه کې ۱۲ ښځې مړې شوي او ۱۰ مېرمنې او درې نارينه ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې، نن سهار زرګونه خلک د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند فوټبال لوبغالي ته د ټوکن اخيستو په موخه ورټول شوي وو، چې له امله يې ګڼه ګوڼه رامنځته او لسګونه کمزوري کسان د خلکو تر پښو لاندې شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٣٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٢ مېرمنې مړې شوې او د ١٠ مېرنو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي چې نن د فوټبال لوبغالي او له هغه بهر ساحې ته لسګونه زره کسان راغلي وو.
هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري د اتو ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوي او له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کرونا له امله د وېزو د ورکړې بهیر ځنډېدلی و چې له یوې اوونۍ راهيسې دغه پروسه بیا ځلې پیل شوه.
امرخېل وايي : "طبيعي ده چې د اتو میاشتو ګڼه ګوڼه په یوې اوونۍ کې حل کول ستونزمن او نا ممکن کار دى. "
د نوموړي په وينا، سره له دې چې ۳۲۰ پولیس او ملکي کارکوونکي دنظم په موخه فوټبال لوبغالي کې ګومارل شوي،خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یاده پېښه رامنځته شوه.
د ننګرهار والي وايي، دا چې یاده ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده،په همدې موخه يې د بهرنیو چارو وزارت سره موضوع شریکه کړې، ترڅو هېواد شموله حل لاره ورته ولټول شي.
ده زياته کړې، په محلي کچه يې په ننګرهار کې د یادې ستونزې د حل په پار درې ځله د پاکستان له کونسل سره ناستې درلودې، دا چې تقاضا په کراتو د وېزې له ورکړې زیاته ده، نو باید د کابل او اسلام اباد په کچه ورته حل لاره ولټول شي.
امرخېل وايي چې همدارنګه د یادې بوږنونکې پېښې د لامل د څرنګوالي په اړه به جدي پلټنې وشي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګرهم ياد ارقام تاييد او زياته يې کړه چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن