Language

نادري: سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩) : د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړى او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد منصور نادري وايي، سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي، موږ د افغانانو برخه‌لیک له ګواښ سره نه‌شو مخ کولی.

د افغانستان دولت مرکچي پلاوي له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړنۍ ولایتي ناسته پرون له بدخشان ولایت سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د بدخشان والي ذکریا سودا؛ د بدخشان د ولایتي شورا ريیس احمدبشیر صمیم؛ د عماوو شورا ريیس؛ د ښاریانو شورا رييیس؛ ځایي چارواکو او ريیسانو؛ علماوو، جهادي قوماندانانو؛ د مدني ټولنې غړو؛ مشرانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د بیان آزادۍ فعالینو، د بدخشان ولايت د ځوانانو، معلولینو، متشبثینو او بېلابېلو اړخونو استازو؛ د ياد وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي؛ د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال عبدالله خنجاني او نورو هم ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، لومړی د بدخشان والي ذکریا سودا وویل چې د دغه ولایت خلک د سولې بهیر ملاتړ کوي او په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو ته هیله‌من دي.

له بدخشان ولایت څخه د ناستې ګډونوالو د اساسي قانون د ساتنې، د مذاکراتو د کړنلارې وروستي کولو، تر سولې وروسته د بیان آزادۍ د دوام، د خلکو او معلولینو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په تېره د هغوی د سیاسي ونډې، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د رول، اسلامي ارزښتونو او اوربند په اړه پوښتنې او بحثونه وکړل.

په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل چې د دغو ناستو موخه په ولایتونو کې د ټولنې د بېلابېلو اړخونو او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ مخامخ نښلون دی تر څو د سولې بهیر ولس‌محوره وي او د ولایتونو د مخکښانو او مشرانو د مشورې تر سیوري لاندې عمل وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه، د سولې راتګ درېیو مهمو عنصرونو یعنې ملي، سیمه‌ييزې او نړۍوالې اجماع ته اړتیا لري. دغه درې عنصرونه جوړ شوي خو هغه سوله چې د دغو عنصرونو په رڼا کې راځي باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي.

نادري وايي : "موږ د افغانانو برخه‌لیک له ګواښ سره نه‌شو مخ کولی. "

د هغه په وينا، د سولې په مذاکراتو کې د نورو هېوادونو تجربې ښيي چې پر شکلیاتو هوکړه ډېر وخت غواړي، خو د افغانستان د سولې بهیر په دې برخه کې ډېر ښه مخته تللی.

د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي وویل چې د پلاوي غړي خپلو سیاسي مخینو ته له پامه پرته د خلکو او اسلامي جمهوریت په استازیتوب راټول شوي او له ګډو ارزښتونو څخه په یوه واحد دریځ عمل کوي.

دې زیاته کړه چې د پلاوي له لوري د مذاکرې د مخته‌وړلو لپاره سیاسي ملاتړ او داخلي اجماع ډېره مهمه ده. له همدې امله ولایتي اړیکو ته اړتیا ده.

هغې زياته کړه، د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت برابرول د اسلامي جمهوریت یوه مهمه موخه ده.

login or register a new account.

Related Topics