منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نادري: سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩) : د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړى او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد منصور نادري وايي، سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي، موږ د افغانانو برخه‌لیک له ګواښ سره نه‌شو مخ کولی.

د افغانستان دولت مرکچي پلاوي له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړنۍ ولایتي ناسته پرون له بدخشان ولایت سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د بدخشان والي ذکریا سودا؛ د بدخشان د ولایتي شورا ريیس احمدبشیر صمیم؛ د عماوو شورا ريیس؛ د ښاریانو شورا رييیس؛ ځایي چارواکو او ريیسانو؛ علماوو، جهادي قوماندانانو؛ د مدني ټولنې غړو؛ مشرانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د بیان آزادۍ فعالینو، د بدخشان ولايت د ځوانانو، معلولینو، متشبثینو او بېلابېلو اړخونو استازو؛ د ياد وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي؛ د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال عبدالله خنجاني او نورو هم ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، لومړی د بدخشان والي ذکریا سودا وویل چې د دغه ولایت خلک د سولې بهیر ملاتړ کوي او په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو ته هیله‌من دي.

له بدخشان ولایت څخه د ناستې ګډونوالو د اساسي قانون د ساتنې، د مذاکراتو د کړنلارې وروستي کولو، تر سولې وروسته د بیان آزادۍ د دوام، د خلکو او معلولینو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په تېره د هغوی د سیاسي ونډې، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د رول، اسلامي ارزښتونو او اوربند په اړه پوښتنې او بحثونه وکړل.

په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل چې د دغو ناستو موخه په ولایتونو کې د ټولنې د بېلابېلو اړخونو او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ مخامخ نښلون دی تر څو د سولې بهیر ولس‌محوره وي او د ولایتونو د مخکښانو او مشرانو د مشورې تر سیوري لاندې عمل وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه، د سولې راتګ درېیو مهمو عنصرونو یعنې ملي، سیمه‌ييزې او نړۍوالې اجماع ته اړتیا لري. دغه درې عنصرونه جوړ شوي خو هغه سوله چې د دغو عنصرونو په رڼا کې راځي باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي.

نادري وايي : "موږ د افغانانو برخه‌لیک له ګواښ سره نه‌شو مخ کولی. "

د هغه په وينا، د سولې په مذاکراتو کې د نورو هېوادونو تجربې ښيي چې پر شکلیاتو هوکړه ډېر وخت غواړي، خو د افغانستان د سولې بهیر په دې برخه کې ډېر ښه مخته تللی.

د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي وویل چې د پلاوي غړي خپلو سیاسي مخینو ته له پامه پرته د خلکو او اسلامي جمهوریت په استازیتوب راټول شوي او له ګډو ارزښتونو څخه په یوه واحد دریځ عمل کوي.

دې زیاته کړه چې د پلاوي له لوري د مذاکرې د مخته‌وړلو لپاره سیاسي ملاتړ او داخلي اجماع ډېره مهمه ده. له همدې امله ولایتي اړیکو ته اړتیا ده.

هغې زياته کړه، د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت برابرول د اسلامي جمهوریت یوه مهمه موخه ده.

دې وويل : "موږ د افغانستان ټولو خلکو ته فکر کوو او هغه خلک چې د طالبانو تر واک لاندې هم دي، باید د قربانیانو لپاره په عدالت کې هېر نه‌شي. "

د مذاکره‌کوونکي پلاوي بل غړي خالد نور د مذاکراتو بهیر په اړه وویل چې په هره مذاکره کې پر ځینو موضوعاتو درېدل شونې خبره ده. هېڅ لوری هم نه غواړي چې بهیر تخریب شي. ده زیاته کړه چې پر اختلافي مواردو جدي بحث یوه اړتیا ده چې باید وشي.

د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې دغه پلاوی د اساسي قانون د ارزښتونو مدافع دی او د بیان آزادي د دغو ارزښتونو یوه برخه ده. دې زیاته کړه: "زموږ یوه اساسي موخه د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د بیان آزادۍ ساتل دي. پر اختلافي مواردو هم ځکه ولاړ یو چې د خلکو پر غوښتنو ټینګار کوو. "

دغه راز په دې  ويډيويي ناسته کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي نورو غړو هم خبرې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست