کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د مس عينک زون په پاى لوبه کې امو زون ته په ماتې ورکولو سره د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.
د هېواد د پنځو زونونو، سپين غر، بند امير، مس عينک، امو او بست لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان ليسټ اى يو ورځنۍ سيالۍ په کندهار ولايت کې پيل شوې وې، چې نن يې پاى لوبه ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاى لوبې پچه امو وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د امو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اوورنو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٠ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ٢٦١ منډو هدف ورکړ.
هوتک وايي، د امو له لوري عبدالمالک ١٠٧، افسر ځاځي ٤٦، عظمت الله عمرزي ٤٢ او ننګيالي خروټي ٢٩ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري ضياء الرحمن او ظاهر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د لوبډلمشر رحمان الله ګربز د ښې لوبې له امله ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ٤٦ اوورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، ګربز ١٢٨ ، رحيم منګل ٤٣، شاهد الله ٣٦، او رحمت شاه ٢٩ د پام وړ منډې جوړې کړې، د امو له لوري شرف الدين اشرف دوه او وفادار مومند يو لوبغاړى وسوځول.
رحمان الله ګربز د پاى لوبې او جاويد احمدي ددې سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.