ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مس عينک زون د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

د مس عينک زون د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

author avatar
22 Oct 2020 - 18:27
د مس عينک زون د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه
author avatar
22 Oct 2020 - 18:27

کابل  (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د مس عينک زون په پاى لوبه کې امو زون ته په ماتې ورکولو سره د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.

د هېواد د پنځو زونونو، سپين غر، بند امير، مس عينک، امو او  بست لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان ليسټ اى يو ورځنۍ سيالۍ په کندهار ولايت کې پيل شوې وې، چې نن يې پاى لوبه ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاى لوبې پچه امو وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د امو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠  اوورنو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٠ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ٢٦١ منډو هدف ورکړ.

هوتک وايي، د امو له لوري عبدالمالک ١٠٧، افسر ځاځي ٤٦، عظمت الله عمرزي ٤٢ او ننګيالي خروټي ٢٩ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري ضياء الرحمن او ظاهر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ  بورډ وياند وويل چې د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د لوبډلمشر رحمان الله ګربز د ښې لوبې له امله ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ٤٦ اوورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، ګربز ١٢٨ ، رحيم منګل ٤٣، شاهد الله ٣٦، او رحمت شاه ٢٩ د پام وړ منډې جوړې کړې، د امو له لوري شرف الدين اشرف دوه او وفادار مومند يو لوبغاړى وسوځول.

رحمان الله ګربز د پاى لوبې او جاويد احمدي ددې سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.