کابل (پژواک) ـ د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ (APL) د دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو (ډرافټ) مراسم سبا په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې شاوخوا ۴۵۰ لوبغاړي ورته شارټلېست شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې کرکټ بورډ او د افغانستان غوره لیګ همکار شرکت د ۲۰۲۶ کال د شلاوریزه غوره لیګ لپاره د لوبغاړو پېرلو «ډرافټ» مراسم به سبا (سهشنبه، د نومبر درېیمه) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
هغه لیکلي چې د لوبغاړو پېرلو مراسم به د افغانستان پر وخت د ماسپښین درې بجې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان غوره لیګ لپاره د افغان لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۱۵۰۰ لوبغاړو په بېلابېلو کټګوریو کې نوملیکنه کړې ده.
سادات لیکلي چې د ارزونې او شارټلېست بهیر له بشپړېدو وروسته شاوخوا ۴۵۰ لوبغاړي د پېر (ډرافټ) لپاره غوره شوي چې په دغو مراسمو کې به ګډونکوونکو لوبډلو ته وړاندې شي.
دغهراز، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ دویم پړام سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون کوي.
په دغو سیالیو کې راشدخان د کندهار واریرز لوبډلې، عظمتالله عمرزی د اکسل یونایټډ کابل، رحمانالله ګربز د ننګرهار، رحمت شاه د پکتیا لوبډلې او ابراهیم ځدراڼ به د بلخ لوبډلې لوبډلمشري کوي.











