منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې شپږم مقام خپل کړی

· ۱ دقیقه لوستل · تازه شوی

کابل (پژواک) ـ د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې شپږم مقام خپل کړی دی.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه اعلان شوې درجه‌بندۍ کې له انګلستان او سریلانکا په څېر له پیاوړو لوبډلو مخکې شوې او شپږم مقام یې خپل کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په پرله‌پسې سیالیو او لوبلړیو کې د بریاوو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره دغه ستر مقام خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لړم میاشتې په درېیمه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو په درجه‌بندۍ کې سریلانکا شپږم، افغانستان اووم او انګلستان اتم مقام ترلاسه کړی و.