منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه شل‌اوریزه لوبه نن ترسره کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کوي.

دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ او دویمه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړی ده په دغو سیالیو کې یې دوه پر صفر مخکی‌والی لري.

د یادونې ده، له شل‌اوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټ‌لوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.