دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټسال له ۱۸ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ځوانانو د المپیک نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن شپه له پاناما سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون ویلي چې د افغانستان او پاناما ترمنځ لوبه نن شپه اته بجې ترسره کېږي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو نړۍوال المپیک د فوټسال سیالۍ د نومبر له لومړۍ څخه تر دوولسمې نېټې پورې په سینیګال کې ترسره کېږي.
دغهراز، افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د پاناما، ارجنټاین او کوربه سینیګال له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.











