منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هانګ‌کانګ شپږ اوریزې سیالۍ؛ د افغان ابدالیانو لوبډلې نیمه‌پلوبه کې سکاټلنډ ته ماته ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) ـ افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د هانګ‌کانګ په کوربه‌توب د شپږ اوریزو نړی‌والو سیالیو نیمه‌پایلوبه کې سکاټلنډ ته د ۲۱ منډو په توپیرماته ورکړه او پای‌لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ نیمه‌پایلوبه لوبه نن له غرمې وروسته په هانګ‌کانګ کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې د افغان ابدالیان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شپږ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر ګلبدین نایب ۵۱، کریم جنت ۳۸ او صدیق‌الله پاچا ۲۷ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شپږو اورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۰ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې له افغانستانه ماتې وخوړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په دغو سیالیو سبا له اسټرالیا سره پایلوبه ترسره کړي.