کابل (پژواک ) – د افغانستان کرکټ بورډ د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
سرچینې زیاته کړې چې د ځوانانو اسیا جام سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د اتو لوبډلو ترمنځ دوام وکړي.
په اعلان شوي نوملړ کې اکرام عليخېل (لوبډلمشر)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، عمران میر، حسن عیسیخېل، اعجاز احمدزی، دروېش رسولي، فیصل خان شینوزاده، بهیر شاه محبوب، فرمانالله ساپی، قیس احمد، نصیر خان معروفخېل، اللهمحمد غضنفر، بلال سمیع، بشیر احمد او نوید ځدراڼ شامل دي.
دغه راز خالد تڼیوال، عبدالله ترهخېل او اظهارالحق نوید د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.
افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې له سریلانکا الف، بنګلهدېش الف او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۹مه له سریلانکا الف لوبډلې سره ترسره کړي. دویمه لوبه به د نومبر په ۲۱مه له بنګلهدېش الف لوبډلې سره او درېیمه او وروستۍ لوبه به د نومبر په ۲۳مه د هانګ کانګ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.










