کابل (پژواک) ـ افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د هانګکانګ په کوربهتوب شپږ اوریزو نړیوالو سیالیو کې عمان ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
دغه لوبه نن سهار په هانګکانګ کې ترسره شوه، په دې لوبه کې د عمان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شپږ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې.
افغان ابدالیان لوبډلې یاد هدف په ۵.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې عمان ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله پاچا ۴۵، فرمان الله ساپي ۳۷، لوبډلمشر ګلبدین نایب ۲۱ او کریم جنت ۱۷ منډې وکړې.
دغهراز افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې د سوېلي افریقا لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.











