ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيګار: په افغانستان کې د امريکا له مرستو ١٩ مليليارده ډالر ضايع شوي

سيګار: په افغانستان کې د امريکا له مرستو ١٩ مليليارده ډالر ضايع شوي

author avatar
22 Oct 2020 - 16:51
سيګار: په افغانستان کې د امريکا له مرستو ١٩ مليليارده ډالر ضايع شوي
author avatar
22 Oct 2020 - 16:51

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه٩٩ )) : د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار ويلي چې په تېرو ١٧ کلونو کې د افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.

راپور کې راغلي چې سيګار د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ مياشتې له پيله د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱مې ڼېټې پورې له افغانستان سره د امريکا پر مرستو کتنه کړې او موندلي يې دي چې ۲۰۱۸ کال کې چې ۱۵.۵ ميليارده ډالره حيف او ميل شوي وو، راپور يې خپور شوی، اوس ۳.۴ ميليارده ډالره نور هم حيف او ميل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۰۲ مالي کال له پيله د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د امريکا کانګرس د افغانستان بيارغونې لپاره ۱۳۴ ميليارده ډالره مرسته ځانګړې کړې وه.

سيګار د ۶۳ ميليارده ډالرو مرستو له ارزونې وروسته وموندل چې د ۲۰۰۹ کال مې مياشتې نه د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې شاوخوا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.

د سيګار په دې راپور کې راغلي چې له ۱۳۴ ميليارده ډالرو مرستې، ۱۰۶ ميليارده يې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي وو چې افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.