کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین او بڼوال وايي، سږ کال د دغه ولایت د انارو حاصلات ډېر خو صادرات یې کم دي.
هغوی د انارو د صادراتو د کمښت لامل امراض او د کیفیت خرابوالی ګڼي چې له همدې امله یوازې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي او نورو بهرنیو هېوادونو ته د صادرېدو نه دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال شمس الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال، کال اباد و، اوبه ډېرې دي چې له امله یې د انارو حاصلات ډېر دي خو کیفیت یې ښه نه دی.
هغه زیاته کړه، په شروع کې د انارو په باغونو د شفتې ناروغي ګډه شوه او اوس چې یې د حاصلاتو د ټولولو وخت را رسېدلی نو ډېره برخه یې چاودېدلي او بهر ته د صادرولو نه دي.
د ده په خبره، له همدې امله سږ کال د انارو د صادراتو کچه ټیټه ده چې هم یې بڼوال او هم یې سوداګر زیانمن کړي دي.
ده وویل: ((کله چې د انارو کیفیت ښه نه وي، سوداګر یې رانیولو او صادرولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه یو خو یې تر بهرنیو مارکېټونو رسول ګران وي او بل په ښه بیه نه خرڅېږي.))
دی وايي، له همدې امله سږ کال انار تر داخلي مارکېټونو رسول کېږي او پلورل کېږي چې د پخوا په پرتله یې بیه ډېره ټيټه ده او ان بڼوالو او سوداګرو ته خپل سر نه جوړوي.
ده زیاته کړه، د یادو شوو ستونزو له امله د انارو بیه رالوېدلې ده او یو من/۴.۵ کیلوګرامه یې په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي په داسې حال کې چې په تېر کې به له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو پلورل کېدل.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سیمې یو بڼوال عبدالباري هم ورته شکایت کوي او وايي، ارغنداب چې د کندهار د انارو لویه تولېدوونکې ولسوالۍ ده، نیمايي انار یې چاودېدلي او بهر ته د صادرولو نه دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یوازې د ارغستان ولسوالۍ انار لږ و ډېر ښه دي او کومه ناروغي یې نه لرله.
د ده په خبره، دا چې سږ کال د انارو ډېره برخه چاودېدلي، په کور دننه یې خلک اخلي او انار دانه ورڅخه باسي.
login or register a new account.