منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال د کندهار د انارو حاصلات ډېر خو صادرات یې کم دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین او بڼوال وايي، سږ کال د دغه ولایت د انارو حاصلات ډېر خو صادرات یې کم دي.

هغوی د انارو د صادراتو د کمښت لامل امراض او د کیفیت خرابوالی ګڼي چې له همدې امله یوازې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي او نورو بهرنیو هېوادونو ته د صادرېدو نه دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال شمس الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال، کال اباد و، اوبه ډېرې دي چې له امله یې د انارو حاصلات ډېر دي خو کیفیت یې ښه نه دی.

هغه زیاته کړه، په شروع کې د انارو په باغونو د شفتې ناروغي ګډه شوه او اوس چې یې د حاصلاتو د ټولولو وخت را رسېدلی نو ډېره برخه یې چاودېدلي او بهر ته د صادرولو نه دي.

د ده په خبره، له همدې امله سږ کال د انارو د صادراتو کچه ټیټه ده چې هم یې بڼوال او هم یې سوداګر زیانمن کړي دي.

ده وویل: ((کله چې د انارو کیفیت ښه نه وي، سوداګر یې رانیولو او صادرولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه یو خو یې تر بهرنیو مارکېټونو رسول ګران وي او بل په ښه بیه نه خرڅېږي.))

دی وايي، له همدې امله سږ کال انار تر داخلي مارکېټونو رسول کېږي او پلورل کېږي چې د پخوا په پرتله یې بیه ډېره ټيټه ده او ان بڼوالو او سوداګرو ته خپل سر نه جوړوي.

ده زیاته کړه، د یادو شوو ستونزو له امله د انارو بیه رالوېدلې ده او یو من/۴.۵ کیلوګرامه یې په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي په داسې حال کې چې په تېر کې به له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو پلورل کېدل.

 

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سیمې یو بڼوال عبدالباري هم ورته شکایت کوي او وايي، ارغنداب چې د کندهار د انارو لویه تولېدوونکې ولسوالۍ ده، نیمايي انار یې چاودېدلي او بهر ته د صادرولو نه دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یوازې د ارغستان ولسوالۍ انار لږ و ډېر ښه دي او کومه ناروغي یې نه لرله.

د ده په خبره، دا چې سږ کال د انارو ډېره برخه چاودېدلي، په کور دننه یې خلک اخلي او انار دانه ورڅخه باسي.

انار دانه په بېل شکل صادرېږي او د درملو په جوړولو کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.

نوموړي وویل، دغه وضعیت سږ کال بڼوال او سوداګر دواړه زیانمن کړي دي، په داسې حال کې بشپړ کال یې د ګټې وټې همدا یو سېزن وي.

دغه بڼوال ګیله وکړه چې دولت ورسره د امراضو په تشخیص او کنټرول کې لازمې مرستې نه دي کړي، ځکه نو هر کال له دغسې ستونزو سره مخامخ کېږي.

حاجي نصیر احمد د تازه مېوې سوداګر دی او پاکستان ته یې صادروي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې یوازې یو ځل پاکستان ته انار صادر کړل، خو دا چې کیفیت یې ښه نه دی، ان د لارې کرایه یې هم جوړه نه کړه.

دی وايي، له دې وروسته یې د انارو صادرات درولي دي.

د ده په خبره، له یوې خوا د انارو کیفیت خراب او چاودېدلي دي چې په سمه توګه تر بهرني مارکېټ نه رسول کېږي، له بلې خوا پاکستان پر تازه مېوې مالیه هم لوړې کړې ده، په تېرو کلونو کې پر یوه موټر انارو ۳۰ زره کلدارې مالیه اخیستل کېده خو اوس له ۸۰ زره تر ۱۰۰ زره کلدارو اخلي.

دی وايي، په دغسې یوه حالت کې د انارو صادرول د ګټې پر ځای زیان لري.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر هم پژواک ته وویل چې سږ کال که د انارو حاصلات ډېر دي خو کیفیت یې خراب دی چې له امله به یې سږ کال بهر ته د صادرولو کچه ټیټه وي.

دی زیاتوي، نږدې د هر باغ نیمايي انار چاودېدلي دي او تر مارکېټ پورې د رسولو نه دي.

د ده په خبره، له همدې امله سږ کال اجاره دارنو زړه ښه نه کړ چې انار واخلي.

زهیر وویل، د یاد شوو ستونزو له امله سږ کال یوازې پاکستان او هندوستان ته د انارو صادرات روان دي او تر دې مهاله د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱ زره ۳۷۰ ټنه انار دغو هېوادونو ته صادر شوي دي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې سږ کال په اندونېزیا کې افغان سفارت د ۴۰ ټنو انارو غوښتنه وکړه خو دا چې د انارو کیفیت ښه نه و، دغه سودا یې لغوه کړه.

ده پاکستان ته او له دې لارې هندوستان ته د انارو او نورو مېوو پر صادرولو خبرې وکړې او ویې ویل چې تر دې مهاله په عادي بڼه روان دي او پر وړاندې یې کومه ستونزه نشته.

خو ده یادونه وکړه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له کندهاره د هوايي دهلېز یوه الوتنه هم نه ده شوې، په داسې حال کې چې دوی د دې لارې د مېوې صادرولو ته بشپړ چمتووالی لري.

دی وايي، مرکز څو ځلې د هوايي دهلېز له لارې د الوتنو د چمتو کولو خبر ورکړ، خو نه پوهېږي چې ستونزه څه ده چې دغه چاره ځنډېدلې ده، په داسې حال کې چې په وار وار دوی هم غوښتنه کړې ده.

دی وايي، که د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره شي نو دوی به وکړای شي په لنډ وخت کې مېوه په خپل اصلي کیفیت د هندوستان تر مارکېټونو ورسوي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې سږ کال د دې ولایت د انارو کمیت ښه خو کیفیت ښه نه دی.

ده هم د انارو د چاودېدو او نورو امراضو یادونه وکړه چې په اړه یې له بڼوالو سره تخنیکي مرستې شوي او هغوی ته یې د مخنیوي د لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

سیدي وویل، هر کال په کندهار کې هم د خصوصي سکتور او هم د کرنې ریاست د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د انارو په باغونو کې له ۵ تر ۱۰ سلنه ډېروالی راځي.

ده زیاته کړه، په همدې بنسټ په دې وروستیو کې د کندهار د نارو د حاصلاتو کچه تر ۲۰۰ زره ټنو پورې رسېدلې ده.

ده خبر ورکړ چې د کرنې ریاست به د انارو او نورو مېوو د کیفیت پر ښه والي کار وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه