کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹):د بشري حقونو د څار سازمان تخار کې د هوایي برید په تړاو د صالح څرګندونې د مرګ ژوبلې په اړه د راپورورکوونکو ګواښنه بللې او د بشري حقونو کمیسیون ویلي، دغه برید کې۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، وړمه ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې هوایي برید کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي، خو د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي چې دغه برید په تېروتنې سره شوی او په ترڅ کې یې ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او ډېر یې ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي. صالح له هغو کسانو سره د قانوني چلند ګواښ هم کړی چې په وینا یې د ماشومانو او ملکي وګړو د وژلو "اوازه" یې خپره کړې ده.
د آسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې پاټرېشیا ګوسمن نن ویلي چې د دې برید په اړه باید بې پرې څېړنې وشي.
د بشري حقونو د څار سازمان، د امرالله صالح هغه ټویټ ته هم اشاره کړې چې وروسته یې خپور کړی او ویلي یې دي چې د تخار د پېښې په اړه د ناسمو خبرونو خپروونکی کس نیول شوی دی.
سرچینې ویلي، د افغانستان حکومت باید دغه نیول شوی تن خوشی کړي.
د اسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې ویلي، صالح هڅه کوي، د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هغو هوايي بریدونو په اړه راپور ورکوي چې ولسي وګړي په کې وژل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم یوه اعلامیه خپره کړې ده.
دغه کمیسیون د خپلو لومړنیو موندنو له مخې ویلي چې د تلې په ۳۰ مه د تخار د مرکز اړوند په هزاره قشلاق سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او د جومات د ملا په ګډون ۱۸ نور ټپیان دي.
دغه راز یاد کمیسیون ویلي چې تېره ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د توغول شوي هاوان له امله یوه ښځه او څلور ماشومان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
دغه کمیسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنې ښودلې او دغه بریدونه یې غندلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP