کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹):د بشري حقونو د څار سازمان تخار کې د هوایي برید په تړاو د صالح څرګندونې د مرګ ژوبلې په اړه د راپورورکوونکو ګواښنه بللې او د بشري حقونو کمیسیون ویلي، دغه برید کې۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، وړمه ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې هوایي برید کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي، خو د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي چې دغه برید په تېروتنې سره شوی او په ترڅ کې یې ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او ډېر یې ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي. صالح له هغو کسانو سره د قانوني چلند ګواښ هم کړی چې په وینا یې د ماشومانو او ملکي وګړو د وژلو "اوازه" یې خپره کړې ده.
د آسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې پاټرېشیا ګوسمن نن ویلي چې د دې برید په اړه باید بې پرې څېړنې وشي.
د بشري حقونو د څار سازمان، د امرالله صالح هغه ټویټ ته هم اشاره کړې چې وروسته یې خپور کړی او ویلي یې دي چې د تخار د پېښې په اړه د ناسمو خبرونو خپروونکی کس نیول شوی دی.
سرچینې ویلي، د افغانستان حکومت باید دغه نیول شوی تن خوشی کړي.
د اسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې ویلي، صالح هڅه کوي، د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هغو هوايي بریدونو په اړه راپور ورکوي چې ولسي وګړي په کې وژل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم یوه اعلامیه خپره کړې ده.
دغه کمیسیون د خپلو لومړنیو موندنو له مخې ویلي چې د تلې په ۳۰ مه د تخار د مرکز اړوند په هزاره قشلاق سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او د جومات د ملا په ګډون ۱۸ نور ټپیان دي.
دغه راز یاد کمیسیون ویلي چې تېره ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د توغول شوي هاوان له امله یوه ښځه او څلور ماشومان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
دغه کمیسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنې ښودلې او دغه بریدونه یې غندلي دي.
کمیسون د بیان ازادۍ ته په درناوي ټینګار کړی او له حکومتي چارواکیو یې غوښتي، هغه کسان دې نه ګواښي چې د بشري حقونو د نقض ادعا کوي.
سرچینې زیاته کړې چې حکومت دې پېښې وڅيړي او په تړاو یې دې مستند او قانع کوونکي معلومات خلکو ته ورکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









