خوست ښار (پژواک، ۳ لړم ۹۹): سوداګر او دوکانداران وايي چې د خوست ګمرک د دوی د لسګونه ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريز مالونه چې ډېر يې خوراکي توکي دي، ګرځولي او د وتلو اجازه نه ورکوي.
د خوست د دغو سوداګرو او دوکاندارانو په وينا، د ګمرک مسوولين د غلام خان بندر له لارې دغه ولايت ته تر هغو یادو واردېدونکو سوداګريزو مالونو ته د وتلو اجازه نه ورکوي، څو سل په سلو کې تشريح شوې نه وي.
دوی وايي، په دې ډول سره د هغوی پر سوداګريزو مالونو له خپل اصلي حالته څو چنده لوړ ګمرکي محصول راځي چې دا په ښکاره د دغه ولايت له سوداګرو او دوکاندارانو سره ظلم او له فافذه قوانينو څخه سړغړونه ده.
د ضياءالحق په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، دا دوه مياشتې کېږي د ده پنځه له مالونو بار موټر چې ډېر يې خوراکي توکي دي، د خوست په ګمرک کې بند پاتې دي.
نوموړی وايي، که دولت دې ستونزې ته ژر تر ژره د حل يوه لار پيدا نه کړي، نو د سوداګرو ټول هغه مالونه به چې په ګمرک کې بند پاتې دي، تاريخ تېر او له منځه لاړ شي.
هغه زياتوي: ((د نورو ولايتونو په ګمرکونو کې له يوه موټره له ۱۵۰زرو څخه نيولې تر ۱۷۰زره افغانيو پورې محصول اخيستل کېږي، خو دلته موږ يو موټر له ۲۵۰زره تر ۲۸۰زره افغانيو پورې محصولوو، خو دوی بيا هم پر دې قناعت نه لري او وايي چې نه مال بايد مکمل تشريح شي. زه چې دوکاندار ته ووايم چې مال به تشريح کړو، هغه وايي د افغانستان په يوه کونج کې چې نه دی تشريح شوی، موږ ته يې ولې تشريح کوي.))
د خوست ښار د دوکاندارنو د ټولنيزې شورا مشر جمال تڼي بيا پژواک اژانس ته وويل، دولت د غلام خان بندر له لارې واردوونکو سوداګريزو مالونه په دې موخه تشريح کوي چې ګنې له دې لارې چاودېدونکي توکي، وسلې او يا نور مهمات چې وسله وال ترې د ترهګريزو پېښو په ترسره کولو کې ګټه اخلي، راوړل کېږي.
د هغه په وينا، دا ستونزه په دې ډول نه هوارېږي او وايي که چېرې دولت رښتيا هم هېواد ته د چاودېدونکو توکو او يا د وسلو د انتقال مخه نيسي، نو پر نورو لارو چارو دې فکر وکړي.
دی وايي: ((هغه امتيازات او حق چې موږ سوداګر او دوکانداران يې پر دولت لرو، که ادا کړي، بيا تيار يو چې سل فيصده زموږ مالونه تشريح کړي، يانې په سرحد کې بايد دوی داسې اله نصب کړي چې په موټر کې ټول مال ورته معلوم شي چې چاودېدونکي توکي دي، که سوداګريز مالونه. بل دوی په سرحد کې تله نه لري. ګمرک داسې يو ګودام نه لري چې مکمل موټر هلته خالي شي او يو يو جنس تشريح شي.))
په ورته مهال د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزي هم پژواک اژانس ته وويل، کوم اقدام چې دولت د خوست سوداګرو او دوکاندارانو پر وړاندې پورته کړی، د هېواد له نافذه قوانينو سره په ټکر کې دی.
هغه زياته کړه، د هېواد په نورو بندرونو کې له سوداګرو سره يو ډول چلند کېږي او د خوست له سوداګرو سره بل ډول چې دا د دوی په حق کې ظلم دی او دولت د دې پر ځای چې دوی ته اسانتیاوې رامنځته کړي، په لوی لاس ستونزې ورته جوړوي.
اميرزي وويل: ((همدا موټر په ټيټ قيمت باندې په ډنډپټان، انګور اډه، سپين بولدک او تورخم څخه راتېرېږي، ولې له بده مرغه چې دلته يې په ګمرک کې درولي دي چې ډېر زيان يې سوداګرو ته ورساوه او همدارنګه هغه ترانزيټ چې موږ شل کاله پرې اخته يو، هغه يې د کوما حالت ته بوت؛ ځکه د موټرو تګ راتګ پرې صفر درجې ته راټيټېږي، نو که قانون عام وي، د ټولو لپاره بايد وي، که عام نه وي يوازې پر خوست باندې تطبيقول له غلام خان بندر سره د رسمي ترانزيټ کېدو په برخه تضاد دی.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP