غزني ښار (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ماين چاودنې له امله اته ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د لړم په درېیمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزني- کابل پر لويه لار د روضې په سيمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د درېيو ښځو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
ده زياته کړه: ((کله چې پوليس ورغلي، څو دغه جسدونه انتقال کړي، همدې سيمې ته نږدې پر پوليسو هم بله چاودنه شوې ده.))
د سيرت په وينا، په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي او رينجر موټر يې تخريب شوى دى.
خو د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې نهه جسدونه او درې ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي.
ده وويل چې په مړو کې اته ملکي وګړي او يو پوليس دى خو ټپيان بيا ټول پوليس دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کابل- غزني لويه لار نا امنه شوې او تر ډېره خلک پر فرعي لارو تګ راتګ کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP