ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تخار کې پر جومات بمبار کې وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي”

“تخار کې پر جومات بمبار کې وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي”

author avatar
25 Oct 2020 - 15:07
“تخار کې پر جومات بمبار کې وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي”
author avatar
25 Oct 2020 - 15:07

تالقان (پژواک، ٤ لړم ٩٩): د تخار خلکو او ځینو چارواکو په دغه ولايت کې پر يوه جومات د هوايي بريد په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستيال څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان حکومت هوايي ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ د تخار ولايت د مرکز تالقانو اړوند د هزاره قرلق په سيمه کې پر يوه جومات هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د کوچنيو نجونو په ګډون ١٢ کسان و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

خو له پېښې څو ساعته وروسته د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې وليکل چې په تخار ولايت کې پر يوه جومات د شوي هوايي بريد له امله ملکي وګړي نه، بلکې طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل: ((د تخار په جومات کې د ماشومانو د وژل کېدو خبره بې بنسټه ده، هغو کسانو چې تېره ورځ زموږ سرتېري وژلي وو، نن ووژل شول او په دې اړه کره اسناد له موږ سره شته دي.))

 صالح ګواښ کړى، کومو کسانو چې په دې اړه اوازې خپرې کړي له هغوى سره به قانوني چلند وشي.

دى زياتوي: ((ما خپله ثبوت مشاهده کړى، په دولتي او اخلاقي صلاحيت سره مې دا شى ليکلى دى، ډاډه و اوسئ.))

خو د تخار اوسېدونکي او د بېلابېلو برخو چارواکي وايي چې په دغه پېښه کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي د لړم په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور ورځې وړاندې د تالقانو اړوند د هزاره قرلق په سيمه کې پر يوه جومات هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې يې ١٢ ملکي وګړي و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

دى وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې نجونې او هلکان شامل دي.

افضلي زياته کړه: ((جومات ته څېرمه د طالبانو د تګ راتګ لار ده، خو بمبار د جومات پر هغې خونې شوى چې ماشومانو ته په کې درس ويل کېده.))

دى وايي چې د دغه بريد په اړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ته ناسم معلومات ورکول شوي، ځکه وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

بل لورته د تخار د ولايتي روغتون سرطبيب حفيظ الله صافي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اته ټپيان دوى ته انتقال شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.