منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۷ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“تخار کې پر جومات بمبار کې وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

تالقان (پژواک، ٤ لړم ٩٩): د تخار خلکو او ځینو چارواکو په دغه ولايت کې پر يوه جومات د هوايي بريد په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستيال څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان حکومت هوايي ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ د تخار ولايت د مرکز تالقانو اړوند د هزاره قرلق په سيمه کې پر يوه جومات هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د کوچنيو نجونو په ګډون ١٢ کسان و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

خو له پېښې څو ساعته وروسته د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې وليکل چې په تخار ولايت کې پر يوه جومات د شوي هوايي بريد له امله ملکي وګړي نه، بلکې طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل: ((د تخار په جومات کې د ماشومانو د وژل کېدو خبره بې بنسټه ده، هغو کسانو چې تېره ورځ زموږ سرتېري وژلي وو، نن ووژل شول او په دې اړه کره اسناد له موږ سره شته دي.))

 صالح ګواښ کړى، کومو کسانو چې په دې اړه اوازې خپرې کړي له هغوى سره به قانوني چلند وشي.

دى زياتوي: ((ما خپله ثبوت مشاهده کړى، په دولتي او اخلاقي صلاحيت سره مې دا شى ليکلى دى، ډاډه و اوسئ.))

خو د تخار اوسېدونکي او د بېلابېلو برخو چارواکي وايي چې په دغه پېښه کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي د لړم په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور ورځې وړاندې د تالقانو اړوند د هزاره قرلق په سيمه کې پر يوه جومات هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې يې ١٢ ملکي وګړي و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

دى وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې نجونې او هلکان شامل دي.

افضلي زياته کړه: ((جومات ته څېرمه د طالبانو د تګ راتګ لار ده، خو بمبار د جومات پر هغې خونې شوى چې ماشومانو ته په کې درس ويل کېده.))

دى وايي چې د دغه بريد په اړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ته ناسم معلومات ورکول شوي، ځکه وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

بل لورته د تخار د ولايتي روغتون سرطبيب حفيظ الله صافي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اته ټپيان دوى ته انتقال شوي وو.

ده وويل چې په ټپيانو کې درې نجونې او پنځه نارينه شامل وو چې ډېرى يې ماشومان وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې  زکيه د نجيب الله لور، فرزانه د جمعه خان لور، خالده د نور محمد لور، حسام الدين د رازق زوى، عبدالولي د محمد شريف زوى او محمد د نور محمد زوى شامل دي.

هغه زياته کړه: ((د دوه نورو ټپيانو نومونه مې له ياده وتلي دي.))

همدارنګه د پېښې يو تن ټپي او عيني شاهد حسن المعاب پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يې د تره په ګډون ١٧ تنه ټپيان شوي دي.

هغه وايي: ((زما تره عبدالله په دغه جومات کې ملا امام دى، بريد پر هغې خونې شوى چې ماشومانو ته د درس ورکولو لپاره ځانګړې شوې وه، د تره په ګډون مې ١٧ تنه په کې ټپيان شوي او لس نور مړه شوي دي.))

د نوموړي په وينا، په دغه جومات کې هيڅ طالبان نه وو، وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

حسن المعاب زياتوي چې د پېښې په اړه د ولسمشر لومړي مرستيال ته ناسم معلومات ورکول شوي، د خلکو په حق کې بايد جفا ونه شي او دغه پېښه بايد جدي وڅېړل شي.

د همدې سيمې يو قومي مشر حاجي ذکرالله پژواک ته وويل چې د ياد بريد له امله نهه تنه وژل شوي چې د ټولو د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړى دى.

دى وايي: ((که موږ پر دې پوهېدو چې دولت دا ردوي چې دا ملکي وګړي نه دي، موږ دا جنازې ښار ته راوړې او ټولو ته مو ښودل چې دا ملکي وګړي دي او که طالبان؟ په دې پېښه کې زموږ د يوه نږدې خپلوان انجنير عبدالرووف دوه زامن وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.))

بل لورته د تخار حکومتي مسوولين په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

خو د پېښې په لومړۍ ورځ د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته ويلي و چې په دې پېښه کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته په تخار کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادو څرګندونو وروسته جواد هجري د ملي امنيت ځواکونو له لوري بيول شوى او تر اوسه بېرته دندې ته نه دى راګرځېدلى.

همدغه راز طالبان هم وايي چې په ياده پېښه کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د تخار د هزاره قرلق په سيمه کې پر جومات د شوي بمبار په ترڅ کې ټول ملکي وګړي وژل شوي دي.

دى وايي چې د هوايي بريد پرمهال په دې سيمه کې طالبانو حضور نه درلود.

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم ويلي چې په تخار کې د هوايي بريد له امله ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي چې دغه کمېسیون د خپلو لومړنیو موندنو له مخې د تخار د مرکز اړوند په هزاره قرلق سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او د جومات د ملا په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي چې ملکي وګړي دي.

همدارنګه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم په تخار کې د هوایي برید په تړاو د صالح څرګندونې د مرګ ژوبلې په اړه د راپورورکوونکو ګواښنه بللې او ويلي يې دي چې د دغه ډول ناقانونه بريدونو په اړه بايد جدي څېړنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغانستان لوى درستيز او ځينو نورو چارواکو تخار ولايت ته سفر وکړ، هلته يې د هزاره قرلق ترڅنګ په ځينو نورو سيمو کې عمليات ترسره کړل او اعلان يې وکړ چې دغه سيمې يې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.

د يادونې ده چې هزاره قرلق د تالقانو او بهارک ولسوالۍ ترمنځ پرته سيمه ده چې کله يې کنټرول له حکومت او کله هم له طالبانو سره وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه