ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې پر څلور سوه بزګرو د هنجې تخم و وېشل شو

بغلان کې پر څلور سوه بزګرو د هنجې تخم و وېشل شو

author avatar
27 Oct 2020 - 15:32
بغلان کې پر څلور سوه بزګرو د هنجې تخم و وېشل شو
author avatar
27 Oct 2020 - 15:32

پلخمري (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د بغلان د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې د هنجې کرنيز بوټي د رواجولو په موخه پر څلور سوه کروندګرو د هنجې تخم و وېشل شو.

د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ريیس غیاث الدین صدیقي د لړم په شپږمه د کرنې ریاست په انګړ کې په دې اړه جوړه شوې غونډې ته وويل چې د کوکنارو کر د مخنيوي په موخه پر کروندګرو د هنجې تخم ووېشل شو.

صدیقي وویل چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې پر څلورسوه هکتاره ځمکه د هنجې د کرلو لړۍ پیلوي چې ورسره به د يادو سيمو د کروندګرو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون راشي.

ده زياته کړه: ((د اټکل له مخې له يوه هکتار ځمکې څخه شاوخوا څلور کيلو ګرامه هنجه ترلاسه کيږي چې په اوسني نرخ بازار کې درې سوه زره افغانۍ جوړوي، چې هيڅ داسې بل شى نشته دى چې د هنجې بديل شي.))

دغه راز د ياد رياست د کرنيزو سرچينو آمر محمد يونس ايماق وويل، د هنجې بوټي پنځه کاله وروسته بلوغ ته رسيږي او بيا تر ١٥ کلونو هرکال حاصلات ورکوي.

ده پر ګروندګرو غږ وکړ چې دغه بوټى لږ وخت نيونکى دى خو حاصلات بيا تر بل هر کرنيز حاصل څخه په بازار کې په لوړه پلورل کيږي.

همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو تن کروندګر محمد ناصر پژواک ته وويل چې دوه کاله وړاندې يې پر يوه هکتار ځمکه هنجه کرلې خو تر اوسه يې حاصل نه دى ترلاسه کړى.

هغه وايي: ((تر اوسه يې حاصل نه دى کړى، خو مطمين يم چې ښه حاصل به کوي او ښې پيسې به ترلاسه کوم.))

د يادونې ده چې د هنجې له بوټي څخه د طبي درملو په جوړولو کې ګټه اخيستل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.