مزارشریف ( پژواک، ۶لړم،۹۹) : ځایي چارواکي وایي چې په بلخ ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل دلړم په ۶مه، پژواک ته وویل ، دا پېښه نن د شولګر ولسوالۍ په بودنه کلا سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د یوې کورنۍ ۷ غړي هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې د طالبانو لخوا توغول شوې مرمۍ ولګېده.
هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د ۳ مېرمنو او ۴ نارینه وو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۱ نارینه ټپي دی، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
خو ځایي خلک بیا وایي چې د هاوان مرمۍ په سیمه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو لخوا توغول شوې چې پر یوه کور لګېدلې ده او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د بودنه کلا سیمې یوه اوسېدونکي محمد آصف پژواک ته وویل چې نن غرمه مهال لومړی په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې تر نیم ساعت جګړې وروسته طالبانو سیمه پرېښوده خو د امنیتي ځواکونو پوستو لخوا د ثقیله وسلو ډزې وشوې.
نوموړی زیاتوي یوه مرمۍ په سیمه کې د استوګنې پر یوه کور لګېدلې چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې.
د سیمي دغه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې جګړه لومړی طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو په برید پیل کړه.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن