ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پېښور په يوې مدرسې کې چاودنې نږدې ٨٠ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پېښور په يوې مدرسې کې چاودنې نږدې ٨٠ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
27 Oct 2020 - 11:42
د پېښور په يوې مدرسې کې چاودنې نږدې ٨٠ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
27 Oct 2020 - 11:42

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٩): د پاکستان د پېښور ښار په مرکز کې په يوې مدرسې کې چاودنه شوې چې له امله يې اووه ماشومان وژل شوي او تر ٧٠ ډېر ټپيان شوي دي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير کامران بنګښ وايي چې دغه چاودنه نن سهار د پېښور ښار د زرګراباد سيمې په سپين جومات او مدرسه کې شوې .

دى وايي چې په دې چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي او تر ٧٠ ډېر ټپيان شوي دي.

پېښور کې روغتيايي مسوولين هم وايي چې له يادې چاودنې څخه تر اوسه اووه مړي او ٧٠ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

همدارنګه د پېښور يو امنيتي چارواکى وقار عظيم وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه بکس کې ځاى پرځاى شوي وو او بيا مدرسې ته راوړل شوي دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.