ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه

ننګرهار کې ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه

author avatar
27 Oct 2020 - 15:58
ننګرهار کې ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه
author avatar
27 Oct 2020 - 15:58

جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۹):  د ننګرهار ولايت يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي او د سولې خبرو بریالیتوب ته زمينه برابره کړي.

دوی د لړم په ۶مه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د غونډو په تالار کې راټول شوي وو او خپله دا غوښتنه يې د رسنيو له لارې له حکومت او طالبانو سره شريکه کړه.

دوی ويل، تر هغه وخته چې اوربند ونه شي نو د سولې خبرې پايله نه شي لرلاى نو بايد دواړه غاړې اوربند وکړي.

د ننګرهار د علماوو شورا مشر مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، ولس د سولې راتلو ته شېبې شمېري خو د حکومت او طالبانو پلاوي په قطر کې تر اوسه د اوربند رامنځته کېدو باندې نه دي سلا شوي.

دی وايي، سوله الهي امر دی او په اوس وخت کې د افغانانو شديده اړتيا ده چې حکومت او طالبان بايد په دغه برخه کې اوسنی په لاس راغلی چانس له لاسه ورنه کړي.

قومي مشر ملک زلمي شېرزاد وويل، په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له مذاکراتي پلاوو وغوښتل چې دايمي اوربند او دايمي سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ او تاسو وينو چې افغانستان د جرګو مرکو کور دی، کله چې دوه قامونه سره ونښلي، درېمګړی ورشي د هغوی منځ کې تيږه کېږدي، ډز بند وکړي، بيا يې ترمنځ روغه جوړه وکړي. چې اوربند ونه شي نو سوله ناممکنه ده.))

دغه راز يو بل قومي مشر ملک ننګيالي وويل، افغان حکومت او وسله وال طالبان بايد نور له خپلو شخصي غوښتنو تېر شي او کونډو، يتميانو او ځوريدلي افغان ملت په خاطر دې اوربند او سولې ته زمينه برابره کړي.

د بهسودو ولسوال غالب مجاهد چې دې غونډه کې يې برخه اخېستې وه وويل، خپله ګوانتنامو زندان کې د طالب مرکچي پلاوي له يو شمېر غړو سره پاتې شوی او هغوی تر ډيره سولې ته لېواله دي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو اترو د پايلو هېڅ څرک نه ليدل کېږي خو بيا هم افغانان د دغو خبرو برياليتوب او سولې ته ډير هيله مند شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.