ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او پنځه یې له امله مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او پنځه یې له امله مړه شوي

author avatar
27 Oct 2020 - 14:40
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او پنځه یې له امله مړه شوي
author avatar
27 Oct 2020 - 14:40

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٠٣٢ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په شپږمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٨٩ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٩٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٠٣٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٤ کسان په هرات، ٢٣ په بلخ، لس په بغلان، اووه په کندهار، پنځه په کندوز، درې په ننګرهار، دوه-دوه په کابل، لوګر، لغمان، پکتيا او هلمند او يو-يو هم په غزني، ميدان وردګ او کونړ ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٤٢١٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٢٣ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې مخ پر کمېدو دي.

يادو چارواکو وويل، که چېرې په هېواد د کرونا دويم موج رامنځته شي، نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.