کابل (پژواک، ۷ لړم ٩٩): ولسي جرګې نن د دولتي شرکتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او دا په تېرو څه باندې شلو ورځو کې درېيم ځل دی چې جرګه د ولسمشر تقنیني فرمانونه ردوي.
د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې، د دولتي شرکتونو د قانون طرحه په ۷ څپرکو او ۵۱ مادو کې د ولسمشر له لوري د روان کال د وږي میاشتې په ۱۴مه د ۳۲۲ ګڼې تقنیني فرمان له مخې دغې جرګې ته استول شوې ده.
دغه تقنیني فرمان نن د یادې جرګې غړو ته د تصویب لپاره وړاندې شو.
خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې دغه فرمان ته د جرګې له حاضرو ۱۲۶ تنو، اوو تنو موافقه او نورو د رد رایه ورکړه.
دغې جرګې د تېرې تلې میاشتې په ۱۴مه هم له اداري فساد سره د مبارزې قانون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او د همدغې میاشتې په ۲۱مه یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشر د فرمان له مخې رامنځته شوې ادارې دې لغوه شي.
د دغې جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ولسمشر د فرمان له مخې، شل ادارې جوړې شوې دي.
د یادې جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه شل ادارې د ولسمشر د فرمان له مخې جوړې شوې دي.
د اساسي قانون د ۷۹ یمې مادې له مخې، حــكــــومـــــــــت كــــولاى شــــي د ولســــي جرګـــې د تـعـطـيـــل پـــه حـالـــت كــې لــه بــودیجې او مــــــــالي چــــــــارو پــــــرته، د بېړنۍ اړتيـــا پــــــر اســـاس تـقـنـيـنــــي فــــرمانونه ترتيب کړي.
په دغه ماده کې راغلي چې تقنينــي فرمانونــه د جمهــور رئــيس تــر توشـــېح وروســـته د قـــانون حكـــم پيـــدا كـــوي، خو بايـــد د ملـــي شـــورا د لـــومړۍ غونډې ترجوړېـــدو وروســته د دېرشــو ورځــو پــه اوږدو كــې هغـــې تـــه وړاندې شـــي او كـــه د ملـــي شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن