ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې د مېشتو وسله والو مخالفینو انځورونه د کابل پر دوازو لګول کېږي

په پاکستان کې د مېشتو وسله والو مخالفینو انځورونه د کابل پر دوازو لګول کېږي

author avatar
28 Oct 2020 - 14:59
په پاکستان کې د مېشتو وسله والو مخالفینو انځورونه د کابل پر دوازو لګول کېږي
author avatar
28 Oct 2020 - 14:59

کابل (پژواک، ٧ لړم ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې د هغو وسله والو مخالفینو انځورونه چې په پاکستان کې ژوند کوي، د نیولو او پېژندلو په موخه د کابل پر دروازو لګول کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال چې د تلې په ۲۶مه د کابل ښار امنیتي چارې ور سپارل شوې، نن پر خپله فېسبوک پاڼه د دغه ښار د امنیت ټینګښت په موخه خپل یوولسم تصمیم اعلان کړ.

نوموړي نن اعلان کړی چې د طالبانو د سنیپر یا بزبزک وسلې د دفاع وسیله له ازموینې وروسته نن د کابل ښار ټولو پوستو ته معرفي کوي.

نوموړي لیکلي، د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر یاده وسیله چې په اسانۍ د لاسرسي وړ ده، په ټول هېواد کې د متضررو پوستو وسله والو سرتېرو ته سپاري.

صالح ویلي، ټول هغه مخالفین چې د کابل د ناحیو اړوند سیمو کې فعالیت لري او د ډېریو کورونه په پاکستان کې دي، د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست له کتابونو باسي او د نورو مجرمانو په څېر یې انځورونه د کابل په دروازو لګول کېږي. څو د تلاشۍ پوستې او مسافر د هغو په پېژندلو کې مرسته وکړي او د نیولو لپاره یې اسانه اقدام ترسره شي.

د ولسمشر مرستیال زیاته کړې: ((فکر کوم چې تر ننه یې ځکه په اسانۍ ښار ته راتګ کولای شو چې انځورونه او شهرت یې پټ پاتې و، دغه کار تر نن ماښامه ترسره کېږي.))

نوموړي لیکلي، په کابل کې له ټولو جوړو شوو ښارګوټو غوښتنه شوې چې خپل اسناد او قبالې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست ته وسپاري څو سیمه له واقعیت سره پرتله شي.

صالح وېیلي، د ځينې ښارګوټو په واک کې ځمکه د قبالې په پرتله ۱۰۰ ځله ډېره ده.

د نوموړي په خبره، تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د پولیسو له خوا ښاري انضباط په ځانګړو ځایونو کې ځای پر ځای کېږي، څو د پولیسو له جامې په ناوړه ګټه اخیستو یا د پولیسو په لیکو کې د احتمالي بېځایه ګرځېدو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، د پېژندل شوو او ثابتو مجرمانو د نیولو بهیر په چټکی روان دی او هره ورځ لسګونه کسان پولیسو ته تسلیمېږي او یا د قانون منګولو ته سپارل کېږي. له بده مرغه یو شمېر کسان هماغه دي چې د کرونا ویروس په خاطر ورته مشروطه بښنه شوې ده.

هغه ویلي چې د هغو کسانو د نیولو بهیر تېره شپه پیل شو چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکه لري. په ځینو مواردو کې به وسله وال مقاومت هم ترسره شي. له مجرم، ترهګر او د ترهګرو پر ملګرو رحم له میلیونونو انسانانو سره ظلم دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.