ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د جګړو او چاودنو له امله وران شوي ځیني ښوونځي بیارغونې ته جدي اړتیا لري

خوست کې د جګړو او چاودنو له امله وران شوي ځیني ښوونځي بیارغونې ته جدي اړتیا لري

author avatar
28 Oct 2020 - 12:03
خوست کې د جګړو او چاودنو له امله وران شوي ځیني ښوونځي بیارغونې ته جدي اړتیا لري
author avatar
28 Oct 2020 - 12:03

خوست ښار (پژواک، ۷ لړم ۹۹): د خوست د پوهنې رياست چارواکي وايي، په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د لسو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې او بیارغولو ته یې جدي اړتیا ده.

د دغو ودانيو له ډلې يوه هم د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو مرکزي ښوونځي ودانۍ ده چې نږدې پنځه کاله مخکې په يوه موټربم بريد کې چې د ملي ارودو پر يوه نظامي مرکز ترسره شو، تخريب شوې ده.

د دغه ښوونځي زده کوونکي وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسي د درس په خوند نه دي پوه شوي، ځکه په وينا يې چې د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري او تر سره لمر لاندې زده کړې کوي.

هغوی وايي، کله چې باد او باران شي، اړ دي چې درس په نيمه کې پرېږدي او کور ته لاړ شي؛ ځکه چې ودانۍ يې نه چت لري او نه هم کړکۍ او دروازې او هر څه د هغې چاودنې په پايله کې له منځه تللي.

د روح الله په نوم د ياد ښوونځي يوه زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دې ودانۍ ډېرې برخې د چاودنې په نتيجه کې ړنګې شوې دي، موږ له دولته جدي هيله دا ده چې دا تعمير موږ ته بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.))

د عارف الله په نوم د دغه ښوونځي بل زده کوونکي هم له پژواک اژانس سره خبرو کې له دغې ستونزې سر ټکوي او وايي، څو څو ځلې يې دا ستونزه له اړوند چارواکو سره شريکه کې، خو په وينا يې چې تر اوسه پرې چا غوږ نه دی ګرولی.

هغه زياتوي: ((د زلزلې، باد او باران په وخت کې موږ له زياتو ستونزو سره مخ وو؛ ځکه د ښوونځي ودانۍ ړنګه او ويجاړه ده، نو د خوست د پوهنې رياست او اړوند وزارت مو غوښتنه دا ده چې موږ دا وداني بېرته جوړه کړي.))

د ښوونځي یوه ښوونکي قدرت الله هم پژواک ته وويل چې زده کوونکو ته د تدريس لپاره مناسب ځای نه لري؛ ځکه کوم تعمير چې دوی درلود، د هغه زياتره برخې د بمي چاودنې په ترڅ کې ويجاړې شوې دي.

هغه وایي، څو څو وارې يې یاده ستونزه د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې، خو تر دې دمه پر خپل ځای پاتې ده.

دی زياته کړه: ((پوهنې رياست کسان را ولېږي، براورد يې کړي لاړ شي، بيا يې براورد کې لاړ شي، لېکن عملي کار موږ ته چا نه دی په کړی، موږ غواړو چې عملي کار پرې وکړي. په باد کې په باران کې موږ ډېر په تکليف یو، سره د زده کوونکو.))

بل پلو د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان بيا وايي، نه يوازې دا ښوونځی، بلکې د دې په ګډون د لسو نورو ښوونځيو ودانۍ چې په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې تخريب شوي، جوړولو ته جدي اړتيا لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ د دغو ښوونځو د وانيو د ترميم لپاره کافي بودجه په واک نه لري، خو هڅه يې دا ده چې بودجه ورته پيدا او د يادو ښوونځو دا ستونزه هواره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.