ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ارغنداب کې د انارو حاصلاتو راټولو پر مهال جګړې پيل شوي

د کندهار ارغنداب کې د انارو حاصلاتو راټولو پر مهال جګړې پيل شوي

author avatar
28 Oct 2020 - 14:43
د کندهار ارغنداب کې د انارو حاصلاتو راټولو پر مهال جګړې پيل شوي
author avatar
28 Oct 2020 - 14:43

کندهار (پژواک، ۷ لړم ۹۹): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغې ولسوالۍ ته سلګونه طالبان راغلي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

بل خوا امنیتي ځواکونه وايي چې په دې ولسوالۍ کې یې عملیات پيل کړي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله والو پاکه کړي.

ارغنداب ولسوالي چې د کندهار ښار په شمال کې د ۷ کیلومتره په واټن پرته ده، د ښار د امنیت لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.

د ارغنداب ولسوالۍ د چهارغولبې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو- درېیو وروځو راهیسې یې سیمو ته طالبان راغلي او په ځینو سیمو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه هم پيل کړي دي.

دی زیاتوي، وسله والو طالبانو په یو شمېر کلیو کې له خلکو غوښتي چې کورونه پرېږدي.

دی وايي، دغه څه داسې مهال پېښېږي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د انارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، که جګړه نښلي نو نه یوازې به خلک د سر زیان وویني، بلکې درانه مالي تاوانونه به ور واوړي.

نوموړی له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې پر وخت اقدام وکړي او د ممکنه ناورین پېښېدو مخنیوی وکړي.

د دې ولسوالۍ د تابین سیمې یوه اوسېدونکي عبدالصمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو سیمو کې ډلې ډلې وسله وال لیدل کېږي چې له نورو سیمه راغلي دي.

دی وايي، په ځینو سیمو کې ان خلک د جګړې له وېرې کورونو پرېښودو ته اړ شوي، په یو شمېر سیمو کې بیا په خپله وسله والو له خلکو غوښتي چې ووځي.

د ده په خبره، له همدې امله له ځینو سیمو څخه مارکېټ ته د انارو صادرول هم درېدلي، ځکه خلک وېرېدلي دي.

دی هم وايي چې که امنیتي مسوولین پر وخت اقدام و نه کړي نو د سر او مال د درنو زیانونو د اوښتو وېره شته.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان چې د دغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی، وايي امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د ارغنداب کلي د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.