منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ارغنداب کې د انارو حاصلاتو راټولو پر مهال جګړې پيل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۰۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ لړم ۹۹): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغې ولسوالۍ ته سلګونه طالبان راغلي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

بل خوا امنیتي ځواکونه وايي چې په دې ولسوالۍ کې یې عملیات پيل کړي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله والو پاکه کړي.

ارغنداب ولسوالي چې د کندهار ښار په شمال کې د ۷ کیلومتره په واټن پرته ده، د ښار د امنیت لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.

د ارغنداب ولسوالۍ د چهارغولبې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو- درېیو وروځو راهیسې یې سیمو ته طالبان راغلي او په ځینو سیمو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه هم پيل کړي دي.

دی زیاتوي، وسله والو طالبانو په یو شمېر کلیو کې له خلکو غوښتي چې کورونه پرېږدي.

دی وايي، دغه څه داسې مهال پېښېږي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د انارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، که جګړه نښلي نو نه یوازې به خلک د سر زیان وویني، بلکې درانه مالي تاوانونه به ور واوړي.

نوموړی له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې پر وخت اقدام وکړي او د ممکنه ناورین پېښېدو مخنیوی وکړي.

د دې ولسوالۍ د تابین سیمې یوه اوسېدونکي عبدالصمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو سیمو کې ډلې ډلې وسله وال لیدل کېږي چې له نورو سیمه راغلي دي.

دی وايي، په ځینو سیمو کې ان خلک د جګړې له وېرې کورونو پرېښودو ته اړ شوي، په یو شمېر سیمو کې بیا په خپله وسله والو له خلکو غوښتي چې ووځي.

د ده په خبره، له همدې امله له ځینو سیمو څخه مارکېټ ته د انارو صادرول هم درېدلي، ځکه خلک وېرېدلي دي.

دی هم وايي چې که امنیتي مسوولین پر وخت اقدام و نه کړي نو د سر او مال د درنو زیانونو د اوښتو وېره شته.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان چې د دغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی، وايي امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د ارغنداب کلي د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي، هغوی ته مو ویلي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو سر او مال ته ډېره پاملرنه وکړي.

ده خبر ورکړ چې وسله والو طالبان د دغې ولسوالۍ په جوی لاهور، چهار غولبه او بابرو کلیو کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.

خو یو شمېر ځايي باوري امنیتي سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو له تېرې ورځې راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ چهار غولبه، جوی لاهور، ناصران، برات کلا، شهینان او یو شمېر نورې سیمې ولکه کړي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل، په یاد شوو سیمو کې امنیتي ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی او په لویو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، عملیات پیل شوي او په احتیاط مخ ته ځي او په یو شمېر سیمو کې وسله وال طالبان کلابند شوي دي.

دی زیاتوي، د ارغنداب د بولان غره په سیمه کې هوايي بریدونه هم شوي چې پر مهال یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي دي.

که څه هم ده په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل، خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته تر دې مهاله د ۲ پولیسو وژل کېدل او د ۶ ټپي کېدل تایید کړل.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی خلیل احمد مجاهد هم د ارغنداب پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي او وايي، په دې اړه یې خپلې اندېښنې له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سره شریکې کړې دي.

ده پژواک ته وویل، ښايي د طالبانو موخه دا وي چې د ارغنداب ولسوالۍ له لارې کندهار ښار ته امنیتي ګواښ پېښ کړي.

دی هم په دې نظر دی چې که پر وخت او قاطع اقدام و نه شي نو وضعیت خرابېدای شي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته هیڅ نه دي ویلي.

له هغه وروسته چې د کندهار په ګاونډ هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه او جګړې پیل شوې په کندهار کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

تر هلمند وروسته سلګونه وسله والو طالبان میوند او ژیړۍ ولسوالیو ته راغلل او هلته یې ډله ییز بریدونه پیل کړل چې امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې عملیات پیل کړل او اوس هم روان دي.

تر دغو دوو ولسوالیو وروسته اوس وسله وال طالبان ارغنداب ولسوالۍ ته راغلي چې د ښار په شمالي برخه کې ډېر مهم موقعیت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه